کورونا وېروس: په مسجد الحرام کې د لمانځه پر مهال د ټولنيز واټن شرط ختم شو

مسجد الحرام

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

په مکه المکرمه کې د کورونا وبا خپرېدو مخنیوي لپاره په مسجد الحرام کې لګول شويو بندیزونو کې نرمښت راغلی او له ټول ظرفیت سره عبادت کوونکو ته ورتګ اجازه ورکړل شوې ده.

په مسجد الحرام کې هغه نښې هم لېرې کړل شوې، چې د ټولنیز واټن ساتنې لپاره لګول شوې وې او اوس مسلمانان کولای شي، د مخکې په څېر مسجد الحرام کې د یوه بل څنګ تر څنګ لمونځ ادا کړي.

بل لور ته لمونځ کوونکي باید مسجد الحرام ته له ننوتو مخکې په بشپړه توګه واکسین شوي وي او ماسک وکاروي.

د سعودي عرب کورنیو چارو وزارت تېره جمعه وویل، په هېواد کې د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر له کمېدو او دغه راز د خلکو واکسینولو بهیر کې له پاموړ پرمختګ وروسته د یکشبې له ورځې د کورونا مخنیوي بندیزونو کې نرمښت راولي.

د سعودي عرب د ټولټال نفوس ۶۰ سلنه وګړو ته تر اوسه پورې د کورونا مخنیوي واکسین ورکړل شوی دی.

د کورونا وبا له خپرېدو وروسته په مکه المکرمه کې د مذهبي مراسمو تر سره کولو لړ کې هم یو شمېر خنډونه راپیدا شوي وو.

مسجد الحرام

د عکس سرچینه، Getty Images

د حج مراسمو کې چې معمولاً د نړۍ له لر او بره پکې میلیونونه کسان ګډون کوي، د ګډونوالو شمېر یوازې څو زره کسانو ته راټیټ شوی و او محدود شمېر حاجیانو ته د ګډون اجازه ورکړل شوې وه.

تېر کال د کورونا وېروس مخنیوي لپاره سعودي عرب بهرنیو حاجیانو ته اجازه ور نه کړه، چې مراسمو کې ګډون وکړي او یوازې په هېواد کې دننه یو شمېر کسانو ته اجازه ورکړل شوې وه، چې د حج مراسمو کې د ګډون لپاره مکې المکرمې ته ورشي.

د دې تر څنګ یو شمېر هېوادونو کې کې چاروکو پروسږ کال د حج مراسمو له پیلېدو مخکې ویلي و، د کورونا وېروس له کبله به خپلو حاجیانو ته اجازه ور نه کړي چې مکې المکرمې ته سفر وکړي.