فرانسه کې هغه جومات د شپږ میاشتو لپاره تړل شوی چې ملا امام یې ''د جهاد دفاع کوله''

د خپرېدو وخت

د فرانسې واز سیمه کې یو جومات له هغه وروسته تړل شوی، چې چارواکو وویل، د دې جومات ملا امام له سخت دریځۍ په ډکه خطبه کې ''له جهاده دفاع کړې ده. ''

د بووه سیمې ځايي چارواکي وايي، دا جومات به اوس تر شپږ میاشتو پورې تړلی وي.

د واز چارواکو په وینا په خطبه کې هغه کسان 'اتلان ' بلل شوي چې د جهاد په نامه جګړه کوي او دې سره خلک کرکې او تاوتریخوالي ته هڅول شوي دي.

فرانسه کې د هغو جوماتونو څارنه ډېره شوې، چې د چارواکو په خبره تاوتریخجن فکر خپروي.

له دې دوې اون‍ۍ مخکې د فرانسې کورنیو چارو وزیر ګیرالډ دارمنن ویلي و، د بووه سیمې یوه مشهور جومات تړلو چاره پیل شوې ده.

دا سیمه له پلازمېنې پاریس نژدې ۱۰۰ کیلومتره لېرې شمال کې موقعیت لري.

د کورنیو چارو وزیر په خبره دا جومات ځکه تړل کېږي، چې په خبره یې ملا امام یې په خطبه کې د ''عیسیویانو، یهودانو او همجنس خوښو پر ضد خبرې کوي. ''

چارواکو د جومات تړلو تر څنګ د جومات له منتظمینو غوښتي چې په لس ورځو کې سپیناوی وکړي. د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې د یوې ځايي ورځپاڼې له قوله ویل شوي، چې د جومات ملا امام دا وروستیو کې مسلمان شوی دی.

بل لور د جومات اړوند یوې کمېټې مدافع وکیل وايي، د ملا امام خبرې په ناسم ډول اخیستل شوې دي.

مدافع وکیل وايي، دې ملا امام په خپله خوښه وینا کوله او له امامته لېرې کړل شوی دی.

خو د فرانسې کورنیو چارو وزارت وايي، دا سړی چې ''کله نه کله خطبه ویونکی بلل شوی، اصلاً د جومات رسمي ملا امام دی. ''

د یادونې ده چې د فرانسې کورنیو چارو وزیر تېر کال وویل، کېدای شي هغه جوماتونه وتړل شي چې د سخت دریځۍ تبلیغ کوي.

د کورنیو چارو وزارت په خبره تېره څه موده کې د نژدې ۱۰۰ جوماتونو په هکله پلټنې شوې دي. فرانسه کې له ۲۶۲۰ ډېر جوماتونه دي.