تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فرانسې د مسلمان مشر عمر سعید طعل توره بېرته سېنېګال ته ورکړه
فرانسې هغه توره چې د نولسمې پېړۍ یوه اسلامي عالم او حاکم پورې اړه درلوده بېرته سېنېګاله ته وسپارله.
دا د هغو ژمنو یوه برخه وه چې باید د لوېديځې افریقا دغې مستعمرې ته خپل مهم توکي چې د تاریخي میراثونو برخه یې ده وسپارل شي.
دغه تورې اصلاً د لوېدیځې افریقا د مشر عمر بن سعید طعل وې چې د فرانسویانو استعمار پر وړاندې یې د پاڅون مشري کوله.
د فرانسې لومړي وزیر یډوارد فېلېپ په ډاکار کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې توري د سېنېګال ولسمشر مېکي سال ته وسپارلې.
د سېنېګال ولسمشر په خپله وینا کې وویل، "دا یوه تاریخي ورځ ده." په مراسمو کې د عمر بن سعید طعل کورنۍ غړي هم موجود ول.
ښاغلي فېلېپ بیا وویل، دا د سېنېګال د تاریخي شیانو د بېرته ستنولو د بهیر لومړی ګام دی چې اوسمهال دغه توکي د فرانسې په موزیم کې ساتل کېږي او شمېر یې نژدې ۹۰ زرو ته رسېږي چې د لوېدیځې افریقا هېوادونو پورې اړه لري.
الحاج عمر بن سعید طعل یو سیاسي مشر او پوځي قومندان و چې اسلامي زدکړې یې هم کړې وې او په لوېدیځي افریقا کې يې صوفي طریقي مشري کوله.
هغه له ۱۸۵۷ کال تر ۱۸۵۹ پورې چې وروسته تر هغه په ۱۸۶۰ کې د سولې تړون لاسلیک شو د فرانسویانو پر وړاندې جګړه وکړه.
د سېنېګال تاریخپوهان وايي چې دی په ۱۸۶۴ کال کې د په مالي کې د بندیاګارا له سیمې په مرموز ډول نادرکه شو.
تر هغه وروسته زوی یې احمدو (۱۸۳۶-۱۸۹۷) د ده ځایناستی شو او فرانسویانو د ۱۸۹۳ کال اپرېل کې ماتې ورکړه. نو د عمر سعید طعل کتابونه او توکي یې ترې یوړل چې په کې دغه تورې هم وي چې فرانسه-جوړې تېغه یې درلوده او لاستی یې د مارغه مشوکې غوندې و.