تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا او فرانسه کې د ریکاډ په کچه د کورونا مثبتې پېښې ثبت شوې
په داسې حال کې چې د کورونا اومېکرون بڼه د خپرېدو په حال کې ده فرانسې او د امریکا متحده ایالاتونو کې د کورونا وبا له پیل راهیسې د تر ټولو ډېرو ورځنیو مثبتو پېښو رپوټونونه ورکړي دي.
په امریکا کې د ناروغیو د مخنیوي د مرکز د شمېرو له مخې تېره دوشنبه په یوه ورځ کې په امریکا کې ۴۴۰ زره نوې پېښې ثبت شوې دي.
خو چارواکي وايي دا شمېر ښايي له دې امله ډېر ښودل شوی وي چې د کریسمس د رخصتیو له امله پېښې په وخت نه رپوټ کېږي.
په ورته مهال فرانسې کې هم د کورونا وبا له پیل راهیسې د کورونا وېروس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې رپوټ شوې دي.
پرون سه شنبه (د ډسمبر ۲۸مه) په فرانسه کې ۱۷۹ زره او ۸۰۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د فرانسې د روغتیا وزیر خبرداری ورکړی چې د جنورۍ میاشتې په لومړیو کې ښايي د کورونا د مثبتو پېښو شمېر په ورځ کې ۲۵۰ زرو ته پورته شي.
پرون سه شنبه په ایټالیا، یونان، پرتګال او انګلستان کې هم د کورونا په پېښو کې زیاتوالی رپوټ شو.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د کورونا د اومېکرون بڼې خطر اوس هم ډېر دی.
د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې د ډسمبر له ۲۶ نېټې نه په مخکۍ اونۍ کې په اروپا کې د کورونا د ټولو بڼو د پېښو کچه ۵۷ سلنه لوړه شوې او په امریکا کې بیا دا کچه ۳۰ سلنه وه.
که څه هم څیړنې وايي چې د اومېکرون بڼه د ډېلټا بڼې پرتله ډېره ځورونکې نه ده او له ۳۰ نه تر ۷۰ سلنې ناروغان یې روغتونو ته نه لېږدول کېږي خو داسې اندېښنې شته چې په چټکۍ سره د اومېکرن بڼې د خپرېدو له امله ښايي په روغتونونو کې د ناروغانو شمېر له حده ډېر شي.
په امریکا کې رپوټونه وايي په یوه اونۍ کې هره ورځ د کورونا مثبتې پېښې ډېرې شوې او په دې توګه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ راهیسې د بل هر وخت پرتله د ورځنیو مثبتو پېښو شمېر لوړی شوی دی.
په امریکا کې د ناروغیو د مخنیوي مرکز چارواکي وايي په امریکا کې د اومېکرون بڼې کچه چې مخکې ۷۳ سلنه ښودل شوې وه ۵۹ سلنه ده.
د روغتیايي تګلارو یوه کارپوه سکاټ ګوټلیب ویلي له دې نوې اټکل شوې شمېرې نه ښکاري چې رغتونونو کې پام وړ شمېر کسان د ډېلټا بڼې له امله بستري شوي دي.
په فرانسه کې د روغتونونو فیدارسون هم ویلي ''سختې اونۍ مخې ته دي. ''
په دې وروستیو کې په فرانسه کې د کورونا وېروس د اومېکرون بڼې د خپرېدو له امله نوي محدویتونه هم لګول شوي د ي.
د دې محدویتونو له مخې به د جنورۍ میاشتې له پیل نه هغه خلک چې کولای شي اړ وي چې درې ورځې له کوره کار وکړي.
په فرانسه کې تر دې مهاله ۲۳ میلیونه وګړو ته د کورونا ضد دریم واکسین چې د اومېکرون بڼې په مخنیوي کې ګټور بلل کېږي ورکړل شوی دی.
په یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو کې هم د کورونا په ورځنیو پېښو کې ډېروالی رپوټ شوی دی.
د پاریس، لندن او برلین په ګډون په ځینو ښارونو کې د نوي ۲۰۲۲ میلادي کال د لمانځلو مراسمو لغوه کړای شوي دي.
خو د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د نوي کال لمانځلو ته اجازه ورکړل شوې چې له پلان سره سم ترسره شي.
په ځینو اروپايي هېوادونو کې د نوي کال د لمانځلو لپاره محدویتونه نه دي لګول شوي خو خلکو ته ویل شوي چې په خپله پرېکړه وکړي.
د کورونا وېروس اومېکرون بڼې له خپرېدو سره هممهاله د روغتیا نړیوال سازمان له خلکو غوښتي چې د وبا خپرېدو مخنیوي په موخه په کلنیو رخصتیو کې له ډېر تګ راتګ او مراسمو لمانځلو ډډه وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکتر ټیډروس ادهانوم ټیډروس ادانوم ګبریاسوس په دې هکله وايي:
''د یو چا ژوند له خطر سره د مخامخولو پر ځای به ښه وي، چې یوه مېلمستیا یا مراسم لغوه شي. سختې پرېکړې باید وشي. ''