تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا اومېکرون؛ روغتیا نړیوال سازمان د نوي کال ځینې مراسمو لغوه کولو غوښتنه وکړه
د کورونا وېروس اومېکرون بڼې له خپرېدو سره هممهاله د روغتیا نړیوال سازمان له خلکو غوښتي چې د وبا خپرېدو مخنیوي په موخه په کلنیو رخصتیو کې له ډېر تګ راتګ او مراسمو لمانځلو ډډه وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکتر ټیډروس ادهانوم ټیډروس ادانوم ګبریاسوس په دې هکله وايي:
''د یو چا ژوند له خطر سره د مخامخولو پر ځای به ښه وي، چې یوه مېلمستیا یا مراسم لغوه شي. سختې پرېکړې باید وشي. ''
د کورنا نوې بڼه اوس د وېروس هغه بڼه بلل کېږي، چې د امریکا متحدو ایالتونو کې تر ټولو ډېر کسان پرې اخته دي.
رپوټونو کې ویل شوي متحدو ایالتونو کې دا مهال تر ټولو ډېر نوي ناروغان (۷۳ سلنه) د کورونا پر همدې بڼه اخته دي.
ویل کېږي، په پام کې ده، د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر به پر پنجشنبه پر دې موضوع خبرې وکړي، خو د سپینې ماڼۍ چارواکي وايي، ولسمشر د ''قرنطین په هکله هیڅ پلان نه لري. ''
په امریکا کې د وېروسي ناروغیو مشهور ماهر ډاکتر انتوني فیوسي مخکې خبرداری ورکړی چې د مسیحیانو اختر کرسمس په مناسبت به د خلکو ډېر تګ راتګ د وېروس لا ډېره خپرېدا کې خطرناک ثابت شي.
امریکایانو ته اوس د نژدې ټولې اروپا په ګډون له اتیا ډېرو هېوادونو ته له سفر کولو د ډډې کولو مشوره ورکړل شوې ده.
فرانس او جرمني هغه هېوادونه دي، چې د اومېکرون مخنیوي لپاره یې د سفر لړ کې بندیزونه لګولي دي او دغه راز هالنډ بیا بیا د کرسمس په مناسبت سخت قرنطین پلي کوي.
بل لور ته ایراني چارواکي وايي، د یمن پلازمېنه صنعا کې د حوثي یاغیانو حکومت لپاره د دغه هېواد سفیر حسن ایرلو د کورونا له کبله مړ شوی دی.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د ښاغلي ایرلو مړینه ''شهادت '' بللې او په وینا یې ''په خپل کار ځای کې پر کورونا له اخته کېدو وروسته له بده مرغه د ځینې هېوادونو نه همکارۍ له کبله ناوخته هېواد ته ستون شو. ''
د اومېکرون بڼې په هکله څومره معلومات لرو؟
د کورونا نوې بڼه اومېکرون (اندېښمنونکې) بلل شوې او ماهرین وايي، په چټکۍ سره یې د خپرېدو خطر ډېر دی.
د کورونا دغه خورا ډېره بدله شوې بڼه لومړی سویلي افریقا کې وپېژندل شوه او بیا یې په هکله د ملګرو ملتونو روغتیا سازمان (ډبلیو ایچ او) ته معلومات ورکړل شول.
د سویلي افریقا ګڼ مېشت ګایوتینګ ایالت ډېری نویو ناروغانو کې همدا بڼه لومړی ځل لیدل شوې وه او په نورو سیمو کې هم پر کورونا وېروس نویو اخته شویو کسانو کې همدا بڼه تر سترګو شوه.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادانوم ګبریاسوس له دې مخکې ویلي و، د کورونا نوې بڼې اومېکرون د چټک خپرواي، پر وړاندې یې د واکسین ګټورتیا او یا د دې ناروغۍ د سختۍ کچې په هکله لا هم ډېرې پوښتنې شته.