د فرعون مړی لومړی ځل په ډیجیټل توګه څېړل شوی

فرعون

د عکس سرچینه، PA Media

د خپرېدو وخت

د لرغوني مصر د یوه فرعون مړی له موندل کېدو یوه سلیزه وروسته لومړی ځل په ډیجیټل ډول 'څېړل ' شوی دی.

د فرعون لومړي امنهوتپ مړی چې د ۱۵۰۴ او ۱۵۲۵ قبل المیلاد کلونو تر منځ واکمن و، مومیايي شوی مړی ۱۴۰ کاله مخکې دیر البحري سیمه کې موندل شوی و.

لرغونپوهانو تر یوې پېړۍ پورې ځکه د څېړنې لپاره د دې مړي له پرانیستلو ډډه کوله چې د مړي خوندي کولو لپاره یې پر مخ د غوړول شوي ماسک خرابېدو وېره ورسره وه.

اوس د کمپیوټر ټوفوګرافي یا 'سي ټي سکېن ' په مرسته هغه معلومات ترلاسه شوي چې مخکې ورته لاسرسی نه کېده.

د قاهرې پوهنتون ریډیالوژۍ څانګې پروفیسره سحر سلیم چې په درملو کې د پولو ژورنال کې د دې خپرې شوې څېړنیزې لیکنې سر لیکواله هم ده وايي، لومړی امنهوتپ پنځه دېرش کلن و، چې مړ شوی دی.

پروفیسرې سحر له اې پي میډیا خبري اژانس سره خبرو کې وویل:

''ده نژدې ۱۶۹ سانتي متره ونه درلوده، ختنه شوی و، له مړي سره یې ۳۰ تعویذونه او یو زرین ملاتړ موندل شوی چې د سرو زرو مهرونه ورپورې ټومبل شوي وو. ''

نوموړې زیاتوي داسې ښکاري چې لومړی امنتهوپ تر ډېره خپل پلار ته ورته و، ''کوچنۍ زنه یې درلوده، نرۍ، کوچنۍ پزه یې وه او ګړګوتي ویښته یې درلودل. ''

دا وايي، دوی د مړي پر بدن یې د ناروغۍ داسې څه نښې نښانې نه دي لیدلې چې د هغه د مړینې لامل ترې جووت شي.

ډاکتره سحر سلیم وايي، پر مړي د ټپونو یا ناورغۍ نښې نښانې نه دي لیدل شوې

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، ډاکتره سحر سلیم وايي، پر مړي د ټپونو یا ناورغۍ نښې نښانې نه دي لیدل شوې

څېړونکو ته د لومړي امنتهوپ د مړي مومیايي کولو او خښولو په هکله هم معلومات ترلاسه شوي، چې د اتلسمي واکمنۍ دویم پاچا و.

دې څېړنه کې دا هم معلومه شوې چې نوموړی لومړنی فرعون و چې چې مټې یې پر سینه نغښتل شوې وې او د معمول خلاف یې له سره ماغزه نه و ایستل شوي.

ماهرین وايي، د ده مړی 'په مینه ' د ۲۱ مې واکمنۍ راهبانو بیا رغولی، چې له ده څلور پېړۍ وروسته یې واکمني کوله.