کورونا وېروس: ايران کې د اومېکرون لومړنۍ پېښه تائيد شوې

د خپرېدو وخت

د ايران د روغتيا وزارت چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې د کورونا وېروس د اومېکرون بڼې لومړنۍ پېښه ثبت شوې ده.

د ايران د روغتيا وزارت د ساري ناروغيو د مرکز مشر محمد مهدي وايي چې دغه کس له يوه ګاونډي هېواد څخه ايران ته ستون شوی دی.

نوموړي دا هم وويل، داسې وېره شته چې ځينې نور کسان هم په دې وېروس اخته شوي خو وايي دا ټول تر څار لاندې دي.

د روغتيا نړيوال سازمان د کورونا وېروس نوې بڼه اومېکرون د اندېښنې وړ بللی او وايي داسې انګېرل کېږي چې د کورونا وېروس کې بدلون د دې لامل شوی چې دا د تېرو بڼو پرتله په چټکۍ خپرېږي.

په دې وروستيو کې په افغانستان کې هم د کورونا وېروس پېښې زياتې شوې دي خو لا تردې مهاله د اومېکرون بڼې د کومې مثبتې پېښې د ثبت کېدو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

په ورته وخت کې په اروپا کې د کورونا وېروس نوې بڼې ګړندي خپرېدو ورځنۍ چارې ګډوډې ګړی او ګڼو حکومتونو نوی محديتونه لګولي دي.

د هالنډ لومړي وزير مارک روټ اعلان وکړ، چې د کرېسمېس لپاره پر سفر به بنديز سر له يکشنبې پيل شي، ټول غير ضروري دوکانونه، بارونه، ورزش ځايونه، نور عامه ځايونه او ښوونځي به د جنورۍ تر نيمايي پورې تړلي وي.

دا په داسې حال کې ده چې په برتيانيا کې د تېرو څلوريشتو ساعتونو پر مهال د کورونا وېروس له ۹۰ زرو زياتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ۱۰ زره يې د نوې بڼې اومېکرون دي.

د لندن ښارول صادق خان په پلازمېنه کې د اومېکرون پراخ خپرېدل د اندېښنې وړ بللي او زياته کړې يې ده چې تېره ورځ په دې ښار کې له ۲۶ زرو زيات کسان پر کورونا وېروس اخته شوي چې له امله يې په ځينو برخو کې د بېړنيو خدمتونو کارکوونکي هم دندو ته نه دي ستانه شوي.

د بل اروپايي هېواد فرانسې لومړی وزير جين کاسټېک خبرداری ورکړی چې د کورونا وېروس اومېکرون بڼه په اروپا کې په چټکۍ خپرېږي او داسې اټکل کېږي چې تر راتلونکي نوي کال پورې به يې په فرانسه کې پېښې تر نورو ډېرې شي.

د فرانسې لومړي وزير دا څرګندونې د دغه هېواد له خوا له بريتانيا څخه پر ورتلونکو مسافرينو له بنديز ځو ساعته مخکې وکړې.

بريتانيا اوسمهال په اروپا کې د اومېکرون بڼې تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت کړې دي. د جمعې په ورځ د ۱۵ زره کسانو د معاينې پايله مثبته راخلتې وه.

په نوره اروپا کې د عامې روغتيا چارواکي د دغې نوې څپې پر وړاندې چمتوالی نيسي. په جرمني، ايرلنډ او هالنډ کې نوي محدويتونه لګول شوي دي.

په جرمني کې تېره ورځ د کورونا ۵۰ زره مثبتو پېښو له ثبتېدو وروسته د دغه هېواد د روغتيا وزير ويلي چې دوی بايد د دې بې سارې ننګونې لپاره بشپړ چمتوالي ونيسي.

په ايرلنډ کې چېرته چې د کورونا وېروس له دريو يوه برخه د اومېکرون نوې بڼه ده خبرداری ورکړی چې په دې هېواد کې به د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ريکارډ کچې ته ورسېږي.

وروسته له هغه چې فرانسې پر بريتانيا د سفر محدويتونو ولګول د دواړو هېوادونو تر منځ ډور بندر کې ګڼ شمېر موټر ولاړ دي. د فرانسې لومړي وزير دغه بنديزونه د کورونا وېروس د نوې بڼې اومېکرون سره د مبارزې پر وړاندې د نويو ګامونه برخه بللې ده.

د فرانسې بل پلان دا دی چې د دويم او درېيم ډوز واکسين تر منځ واټن کم کړي. دلته د نوي کال لپاره پر جنشنونو هم بنديز لګول شوی دی.

په دې وروستيو کې يو شمېر اروپايي هېوادونو له ۱۲ کلونو د کم عمر ماشومانو ته هم د واکسين ورکول پيل کړي دي.

د روغتيا نړيوال سازمان (ډبليو اېچ او) هم د کورونا وېروس د دې نوې بڼې د بې ساري کچې خپرېدو خبرداری ورکړی دی.

کورونا اومېکرون بڼه چې تېره مياشت په جنوبي افريقا کې پېژندل شوې وه اوس په ۷۷ هېوادونو کې يې پېښې ثبت شوې دي.