تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د کورونا هېر شوی کړکېچ؛ روغتیا پالان وايي، د 'اومېکرون' معایناتو وسایل نه لري
په افغانستان کې هغه لږ شمېر روغتیايي مرکزونه چې د کوویډ ناروغانو درملنه کوي وايي، د وسایلو او تجهیزاتو لږوالي له کبله نه شي کولای د هغو ګڼ شمېر کسانو درملنه وکړی، چې دوی ته ورځي.
د "افغان-جاپان" په نامه مشهور روغتون چې پلازمېنه کابل کې د کوویډ ناروغانو درملنې یوازینی مرکز دی وايي، د کورونا وېروس نوې بڼې 'اومېکرون ' معایناتو لپاره اړین وسایل یا کټونه نه لري.
دې روغتون ان تېره میاشت ویلي و، چې ځینې روغتیايي وسایل یې مخ په ختمېدو دي او د ناروغانو کورنۍ یې له بهره اخلي.
په تېره اګست میاشت کې چې په افغانستان کې طالبان واکمن شول، او بهرنۍ مرستې په ټپه ودرېدې، داسې نژدې ۲۰ روغتونونه او روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي، چې د کوویډ ناروغانو درمنله یې کوله.
بل لور د طالبانو عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي، هڅه کوي، د مرستندویه ادارو په همکارۍ له دې تړل شویو روغتیايي مرکزونو یو شمېر بېرته پرانیزي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د بشري بحران رامنځته کېدو وېره څرګندېږي او روانه اونۍ د افغانستان پولي واحد افغانۍ په تېرو شلو کلونو کې تر ټولو ټیټ ارزښت ته ورسېده.
که څه هم په افغانستان کې د کوویډ ناروغانو او له دې کبله د مړو شویو کسانو کره شمېرې معلومې نه دي، خو هغه شمېر چې ثبت شوی شيي چې تر اوسه ۷۳۰۰ کسان له همدې کبله مړه شوي دي.
د مسوولینو هڅې
بل لور مسوولین وايي، روغتونونو ته د نویو کسانو ډېرېدونکی شمېر ښيي چې د نویو ناروغانو شمېر هم زیات شوی دی.
د افغان - جاپان روغتون مشر نسیم نعیم رسنیو ته ویلي، په ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې د کورونا پر نوې بڼه اومېکرون اخته کسان معلوم شوي او له دې هېوادونو سره د افغانانو ډېر تګ راتګ ته په کتو سره باید په افغانستان کې هم د کورنا وېروس د دې بڼې پر وړاندې احتیاطي تدبیرونه وشي.
بل لور په افغانستان کې روغتیايي مسوولین وايي، د روغتیا نړیوالو سازمان، د ماشومانو ملاتړ ادارې یونېسف او د کډوالو نړیوالې ادارې ژمنې کړې چې د افغانستان ځینې برخو کې به د کورونا درملنې مرکزونو پرانیستنه او تجهیزاتو درلودلو برخه کې مرسته وکړي.
د واکسین مرستې
بل لور امریکايي چارواکو پرون سې شنبه وویل، له افغانستان سره د کواکس واکسین پروګرام لړ کې د کورونا وېروس مخنیوي واکسین یو میلیونه خوراکه مرسته کړې ده.
د واکسین له تازه مرستې سره د امریکا له لوري له افغانستان سره د کورونا ضد واکسینو څلور اعشاریه درې میلیونه خوراکه مرسته شوې ده.
په ورته مهال د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره ۴۷۴ میلیونه ډالره پانګه ځانګړې کړې ده.
نوموړی وايي: ''موږ د افغانانو تر څنګ یو. ''
له دې مخکې تېره اونۍ چین له افغانستان سره د یو میلیون خوراکه واکسین مرسته وکړه.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت عامې روغتیا سرپرست وزیر عبدالباري عمر دا وروستیو کې رسنیو ته ویلي، په افغانستان کې تر اوسه اووه میلیونه کسانو ته کورونا ضد واکسین ورکړل شوي دي او مرسته شویو واکسینو له رسېدو وروسته به د واکسینولو پروګرام له سره پیل شي.