ولې له هرو ۲۵ دقیقو وروسته یوه هندۍ مېرمن ځان وژني؟

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ګیتا پانډې
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

په هند کې د جرمونو رېکارډ ساتلو دولتي اداره 'این سي ار بي ' چارواکي وايي، پروسږ کال دې هېواد کې ۲۲۳۷۲ مېرمنو ځانونه وژلي دي، چې په یوه ورځ کې ۱۶ تنه کېږي یا په بله مانا د هرو ۲۵ دقیقو له تېرېدو وروسته یوې هندۍ مېرمن ځان وژلی.

پروسږ کال هم دا لړۍ همداسې وه. هندي چارواکي وايي، له هغه راهیسې چې دوی رېکارډ ثبتول پیل کړي، هر کال له شل زرو ډېرې هندۍ مېرمنې ځانونه وژني.

په ۲۰۰۹ کال کې بیا دا شمېر له ۲۵ زرو تنو هم ډېر شو.

په رپوټونو کې د دې ډول پېښو تر شا ''کورني مسایل '' یا ''د واده اړوند موضوعات '' د لاملونو په توګه یادېږي، خو ماهرین وايي، نور هم ورته مسایل شته، چې له کبله یې ځینې ښځې د ځانوژنې تر بریده رسېږي.

د روغتیاي پالانو په خبره د رواني ناروغیو له کبله هم ځینې ښځې له ستونزو سره لاس او ګرېوان کېږي، چې په یوه وروستۍ سروې کې یې هم ۳۰ سلنه ښځو یادونه کړې.

په دې دولتي سروې کې ځینو ښځو ویلي، کورني تاوتریخوالي او د خسرګنۍ زور زیاتي یې ژوند تریخ کړی دی.

د کور چارې تر سره کول معمولاً په هند کې د ښځو مسوولیت بلل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کور چارې تر سره کول معمولاً په هند کې د ښځو مسوولیت بلل کېږي.

په ورانسي ښار کې د رواني ناروغیو درملنې ماهره اوشا ورما شریواستو وايي، ''ښځې رښتیا خورا ډېر زغم لري، خو زغم هم تر یوه حده وي. '' دا وايي:

''ډېرې نجونې د واده قانوني عمر (۱۸ کلنۍ) ته له رسېدو سره سم ودېږي، کرۍ ورځ د کور کارونه کوي، پخلی کوي، صفاکاري کوي، خپلو پیسو ته هېڅ لاسرسی نه لري، ډول - ډول بندیزونه پرې لګول کېږي او ټوله ورځ په کور دننه تېروي. د دې نجونو زدکړې او ارمانونو ټول بې ځایه پاتې شي، کرار، کرار یې په ذهنونو کې ناهیلي ځای ونیسي او بیا ذهناً ځورېږي. ''

د ډاکترې سرواستیو په وینا د پاخه عمر په ښځو کې بیا د ځانوژنې لاملونه نور دي. دا وايي:

''د پاخه عمر ځینو ښځو اولادونه لوی شي، ځانګړي کورونه ودان کړي، بیا دا ښځې د بې کسۍ له کبله ځورېږي یا ځینې بیا د میاشتني عادت پای ته رسېدو سن رسېدو له کبله په ژور خفګان اخته کېږي. ''

د ذهني روغتیا دا ماهره زیاتوي چې د ځانوژنې موضوع بیا داسې ده، چې مخه یې نیول کېدای شي.

دا وايي، که یو څوک د یوې ثانیې لپاره هم وګرځول شي، د ځانوژنې مخه یې نیول کېدای شي. ''

د رواني ناروغیو درملنې یو بل ماهر سومیترا پاتار وايي، دا هر څه په غیر ارادي توګه کېږي. دی وايي، ''ځینې هندي نارینه کورونو ته له تلو وروسته مېرمن وهي، ډبوي او هغه ځان وژن. ''

نوموړی وايي، خپلواکو څېړنو کې ویل شوي، چې له دریو هغو هندیو مېرمنو چې ځانونه وژني لږ تر لږه یوه د کورني تاوتریخوالي له کبله ځانوژنه کوي، خو د این سي ار بي په معلوماتو کې کورنی تاوتریخوالی ان یاد شوی هم نه دی.

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

په ممبۍ کې د یوه روغتون رواني څانګې کارکوونکې چیتالي سینها چې یو شمېر هغو ښځو سره یې د مشورو برخه کې مرسته کړې، چې د ځانوژنې هڅه کې ناکامې شوې وايي، ډېری ښځې د خواله لپاره څوک نه لري او د کورونا مخنیوي لړ کې د قرنطین له کبله دا حالت نور ناوړه شوی دی.

دا وايي:

''دندو ته د سړو له تلو وروسته به ښځو ته یو خوندي چاپېریال ورپه برخه کېده، خو د وبا له خپرېدو وروسته دا چاپېریال لنډ، تنګ شوی او اوس د کورني تاوتریخوالي ښکار ډېری ښځې له هغو کسانو سره کورونو کې ایسارې پاتې کېږي، چې له دوی سره زور، زیاتی کوي. له همدې کبله، درد، غوسه او خواشیني د وخت له تېرېدو سره په ذهنونو کې فشار ډېروي. ''

ډاکتر پاتر چې د ځانوژنې مخنیوي چارو کې یې مرسته کړې وتايي، د هند رسمي شمېرې په پراخه کچه پر دې موضوع د سترګو پټولو په مانا دي او د ستونزې بشپړه کچه نه څرګندوي.