بريتانيا کې د کورونا وېروس اومېکرون بڼې له امله د مړينې لومړنۍ پېښه تائيد شوه

omicron covid

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د بريتانيا لومړي وزير بورېس جانسن اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د کورونا وېروس اومېکرون بڼې له امله يو تن ناروغ مړ شوی دی.

نوموړي وويل، چې د کورونا نوې بڼه په روغتون کې د يو شمېر ناروغانو د بستر کېدو لامل هم شوې ده. ښاغلي جانسن د کورونا وېروس ضد واکسينو درېيم ډوز پر لګولو ټينګار وکړ.

په لندن کې د کورونا ضد واکسين له کلېنک څخه د ليدنې پر مهال ښاغلي جانسن وويل، "خلک بايد داسې فکر ونکړي چې اومېکرون د کورنا کمزورې بڼه ده. له بدمرغه اومېکرون بڼه په روغتون کې د بستر کېدو لامل شوې او لږ ترلږه په دې بڼه د اخته يوه کس مړينه تاييد شوې ده".

په عين حال کې د بريتانيا حکومت ویلي چې د دوی د ملي روغتيا څانګې سيستم وروسته له هغه سقوط کړی چې له ۱۰۰ زرو زياتو کسانو هڅه وکړه چې د کورونا واکسين درېيم ډوز لپاره نومليکنه وکړي.

همدا ډول د اومېکرون وېروس بڼې د چټک خپرېدو په اړه د حکومت له خبرتیا وروسته ګڼ شمېر کسان د واکسين مرکزونو مخې ته په ليکو کې ولاړ دي.

omicron covid

د عکس سرچینه، Getty Images

د بريتانيا حکومت ويلي چې لومړنی شواهد ښيي چې د اومېکرون بڼه د ډېلټا هغې پرتله "ډېره ګړندۍ خپرېږې" او واکسين يې پر وړاندې لږ خونديتوب لري.

په دې هېواد کې د ۳۰ کلونو څخه پورته کسانو څخه غوښتل شوي چې درېيم ډوز واکسين هم ولګوي. لومړنۍ موندنې ښيي چې د کورونا وېروس درۍ ځل واکسين، ۷۵ سلنه د کورونا نوې بڼې وېروس مخنيوي کې ګټور ثابتېدی شي.