کورونا: پاکستان کې د اومېکرون بڼې لومړنۍ ''مشکوکه'' پېښه ثبت شوې

اومېکرون

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پاکستان په سند ایالت کې د کورونا نوې بڼې اومېکرون لومړنی ناروغ کس موندل شوی، خو د روغتیا ایالتي وزیره وايي، دوی تر اوسه باوري نه دي چې دا ناروغه رښتیا پر نوې بڼه اخته ده او که نه.

بل لور د سند ایالت عامې روغتیا ویاند وايي، مسوولین د دې ۵۷ کلنې ناروغې له کورنۍ سره اړیکه کې دي، چې په وینا یې په شخصي روغتون کې یې درملنه کېده او اوس په خپل کور کې قرنطین شوې ده.

چارواکي وايي، دې ښځې بهر ته سفر نه دی کړی، خو د کورونا ضد واکسین یې هم نه دي کړي.

د سند عامې روغتیا مسوولین وايي، د سیمې په ځینو برخو کې قرنطین پلی شوی دی.

د پنجشنبې پر ګهیځ هغه روغتون چې دا ناروغه ښځه پکې بستري وه او روغتیا ایالتي ادارې بي بي سي ته ومنله، چې په هېواد کې د کوویډ پر اومېکرون بڼه اخته لومړنی ناروغ پېژندل شوی، خو وروسته د روغتیا وزیرې وویل، دوی تر اوسه په دې هکله شکمن دي.

د روغتیا وزیرې وزیره عذرا افضل پچوهو په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: '' موږ د دې قضیې په هکله شکونه لرو، چې اومېکرون بڼه ده او که نه. د دې قضیې جینیوم معاینه نه ده شوې، خو د دې وېروس ځانګړتیاوو ته په کتو سره داسې ښکاري چې دا اومېکرون بڼه ده. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د سند ایالت روغتیا ویاند وايي، په کراچۍ ښار کې د جینیوم معایناتو اسانتیا یوازې په اغا خان شخصي روغتون او کراچۍ پوهنتون لابراتوار کې شته.

د سند روغتیا وزیره عذرا افضل پچوهو وايي، د دې ډول معایناتو پایلې معلومولو لپاره له یوې تر دوو اونیو پورې وخت ته اړتیا ده.

ډاکتره پیچوهو وايي، اومېکرونه بڼه په خورا چټکۍ سره خپرېږي، خو په خبره یې له سویلي افریقا ترلاسه شوي معلومات ښيي چې تر اوسه له دې کبله ډېر کسان نه دي مړه شوي.

د پاکستان عامې روغتیا ادارې این ای ایچ مسوولین وايي، په کراچۍ کې د کوویډ پر نوې بڼه د اخته ناروغې په هکله رسماً دوی ته نه دي ویل شوي، چې دا اومېکرون بڼه ده او که نه.