د روغتيا نړيوال سازمان د 'اومېکرون' په نامه د کورونا وېروس نوې بڼه د اندېښنې وړ بللې

د عکس سرچینه، Reuters
د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو ایچ او ' د کورونا وېروس نوې بڼه 'د اندېښنې وړ ' بللې او دا وېروس یې د اومېکرون په نامه یاد کړی دی.
ډبلیو ایچ او مسوولین وايي، د وېروس په دې بڼه کې خورا ډېر بدلون راغلی او لومړنۍ نښې - نښانې یې پرې د بیا اخته کېدو ډېر احتمال ښيي.
د وېروس دا بڼه چې پخوا په (B.1.1.529) نامه پېژندل کېده ډبلیو ایچ او مسوولینو لومړی ځل په سویلي افریقا کې وپېژندله، خو اوس یې په بوټسوانا، بلجیم، هانګ کانګ او اسراییل کې هم د کوویډ پر دې بڼه اخته ناروغان لیدل شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په دې هکله یوه اعلامیه کې ویلي: ''په دې نوې بڼه کې ګڼ بدلونونه راغلي او ځینې یې د اندېښنې وړ دي. ''
په اعلامیه کې ویل شوي، د ( B.1.1.529 ) ډول بڼه د نومبر پر نهمه یوه اخیستل شوې معاینه کې تایید شوه. ''
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، ساینسپوهان به څو راتلونکو اونیو کې معلومه کړي چې دا څومره ژر انتقالېږي او اغېز یې څنګه دی.
د بريتانيا د روغتيا وزير په دغه هېواد کې د کورونا وېروس د نوې بڼې اوميکرون د دوو مثبتو پېښو د ثبت کېدو خبر ورکړی دی. ساجد جاويد ويلي چې دغه پېښې په چيلمزفورډ، اېسېکس او ناټېنګهم کې موندل شوې دي.
بل لور یو شمېر هېوادونو اوس پرېکړه کړې چې له سویلي افریقا سره پر تګ راتګ بندیزونه ولګوي.
امریکا متحده ایالات وروستی هېواد دی، چې له دوشنبې ورځې وروسته به سویلي افریقا، بوټسوانا، زمبابوې، نیمیبیا، لیسوتو، ایسواتیني، موزمبیق او ملاوي سره پر هوايی تګ راتګ بندیز ولګوي.
اروپايي ټولنې له دې مخکې له دې هېوادونو سره تګ راتګ بند کړی.
برازیل او اسټرالیا هم ورته بندیزونه لګولي دي.
د وخت په تېرېدو سره د وېروس د بڼې بدلون يا تغير نوې خبره نه ده خو دا ډول بدلون کېدی شي د لېږد پر وړتيا او د واکسينو پر اغېزمنتوب اغېزه وکړي.
د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې په راتلونکو څو اوونيو کې به ساينس پوهان معلومه کړي چې د دغه وېروس په کومه اندازه لېږدول کېږي.
دوی خبرداری ورکړی چې په ګړندي ډول پر سفر محدويتونه وضع کړي.
د کورونا وېروس نوې بڼې له پېژندل کېدو وروسته پر سفر بندیزونه ډېرېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
روغتیايي ماهرین وايي، چې دا تر اوسه لیدل شویو ټولو بڼو کې تر ټولو ناوړه ده.
د جمعې پر ورځ له بي بي سي سره خبرو کې د (سپای - ایم) څېړنیز مرکز غړي ډاکتر مایک ټیلدیسلې وویل، د سویلي افریقا ایله ۲۴ سلنه وګړو د کورونا ضد واکسین ترلاسه کړي، چې له کبله یې هلته په چټکۍ سره د نوې بڼې خپرېدو وېره ده.
په سویلي افریقا کې د بي بي سي خبریال اندریو هارډينګ وايي، ماهرین هڅه کوي، د نوې بڼې په هکله ډېر معلومات ترلاسه کړي، خو تر اوسه ترلاسه شوي معلومات ښيي چې دا بڼه په خورا چټکۍ سره خپرېږي.
د بي بي سي خبریال وايي، ماهرین د الوتنو ممنوعیت نوملړ کې د افریقايي هېوادونو نومونو شاملولو په هکله خوښ نه دي او وايي، سویلي افریقا د نوې بڼې پېژندلو لړ کې لا زیاتې همکارۍ ته اړتیا لري.
ماهرین وايي، نوې بڼه نژدې پنځوس داسې اړخونه لري، چې له ۳۰ ډېر یې د هغو پروټینو له مخې رامنځته شوي، چې په نښه کولو لپاره یې کورونا ضد واکسین تولید شوي دي.


















