کورونا وېروس نوې بڼه؛ بایډن وايي، 'اوسمهال' قرنطین ته اړتیا نه شته

Biden speaking at the White House

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

په شمالي امریکا کې د کورونا وېروس نوې بڼې اومېکرون د اخته نویو ناروغانو له موندل کېدو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي، دا بڼه ''د اندېښنې وړ ده، خو د وېرې وړ نه ده. ''

نوموړی زیاتوي، که خلکو واکسین کړي وي او ماسکونه کارووي، نو دوی د نوي قرنطین لپاره اړتیا نه ویني.

په کاناډا او امریکا کې د نویو ناروغانو له موندل کېدو وروسته دې هېوادونو ته له اتو افریقايي هېوادونو د خلکو پر ورتګ بندیزونه لګول شوي دي.

د دوشنبې پر ورځ سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال ولسمشر بایډن د وېروس نوې بڼې مخنیوی چې لومړی په سویلي افریقا کې وپېژندل شوه، 'نژدې ناشونی ' وباله او په وینا یې یو نه یو وخت به امریکا کې وموندل شي.

ښاغلی بایډن زیاته کړه، 'که اړتیا پېښه شي ' واکسین چمتو کوونکي شرکتونه د نوي واکسین پر احتمالي پلان کار کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری

A woman is tested in Israel for Covid

د عکس سرچینه، EPA

بل لور د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو ایچ او ' مسوولینو په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس نوې بڼې پراخ خپراوي خبرداری ورکړی دی.

د دې ادارې مسوولینو پر دوشنبه وویل، ښايي د وېروس نوې بڼه په یو شمېر سیمو کې خورا ناوړه عواقب ولري.

د ډبلیو ایچ او مشر ډاکتر ټیډروس ادانوم ګیبریاسس بې وزله هېوادونو ته د واکسین ورکولو غوښتنه یو ځل بیا تکرار کړه.

نوموړي وویل: ''موږ کې ډېر کسان فکر کوي، چې له کوویډ - ۱۹ خلاص شوي یو، خو کوویډ تر اوسه له موږ نه دی ورک شوی. ''

د وېروس دغه نوې بڼې په هکله چې لومړی ځل سویلي افریقا کې ماهرینو وپېژاند، ویل کېږي چې په خورا چټکۍ سره خپرېدای شي.

نړیوالې ټولنې له دې کبله د سویلي افریقا حکومت ستاینه کړې، چې ژر یې معلومات له ټولو سره شریک کړل.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي: ''اومېکرون په بې ساري توګه ګڼ بدلونونه لري چې ځینې یې د وبا تېرېدو لړ کې د اغېز له کبله اندېښمنونکي دي. ''

ډاکتر ټیډروس وايي، د نړۍ په لر او بر کې ساینسپوهان په دې کار کوي چې معلومه کړي، نوې بڼه څومره ژر خپرېږي، دویم ځل پرې د اخته کېدو احتمالي خطر یې څومره دی او د واکسین پر وړاندې یې غبرګون څه ډول دی.

په سویلي افریقا کې د کوویډ پر نوې بڼې اخته ناروغان اوس په نژدې ۱۳ هېوادونو کې موندل شوي دي. دې کې اسټرالیا، بلجیم، بوټسوانا، بریتانیا، ډنمارک، جرمني، هانګ، اسراییل، ایټالیا، هالنډ، فرانسه، سویلي افریقا او کاناډا شامل دي.