د اسرائيلو لومړی وزير په يوه تاريخي سفر متحده عرب اماراتو ته ځي

د عکس سرچینه، Reuters
د اسرائيلو لومړی وزير نفټالي بېنېټ نن (يکشنبه ډسمبر ۱۲) په يوه تاريخي سفر کې متحده عرب اماراتو ته سفر کوي.
دا متحده عرب اماراتو ته د اسرائيلو د لومړي وزير لومړنی سفر دی.
د اسرائيلو د لومړي وزير دفتر په يوه بيان کې ویلي، نفټالي بېنېټ نن متحده عرب اماراتو ته سفر کوي او تمه ده چې سبا به له وليعهد شيخ محمد بن زايد ال نهيان سره وګوري.
دا سفر په داسې حال کې کېږي چې سيمه کړکېچونه زيات شوي او د نړۍ ځواکونه له ايران سره د اټومي هوکړې د بيا ژوندي کولو هڅه کوي. اسرائيل او د خليج ځينې عربي هېوادونه په سيمه کې د ايران د فعاليتنو په اړه اندېښنې لري.
تر دې وړاندې د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير يايير لاپېد تېره جون مياشت کې ابوظبۍ ته د خپل هېواد د سفارت پرانيستلو په موخه تللی و. هغه دې هېواد ته د اسرائيلو د يوه لوړ پوړي چارواکي لومړنی سفر و .
ډېری کسانو متحده عرب اماراتو ته د اسرائيلو د بهرنيو چارو د وزير سفر د اسرائیلو او عربي نړۍ لپاره يوه مهمه شېبه بللې وه.
متحده عرب اماراتو هم څو مياشتې وړاندې په تل ابيب کې خپل سفارت پرانيست.

د عکس سرچینه، Getty Images
تر دې وړاندې د اسرائيلو پخواني لومړي وزير بنيامین نتنياهو د کورونا وبا له امله متحده عرب اماراتو ته خپل سفر څو ځله ځنډولی و چې پای کې بيا له اردن سره د ډيپلوماتيکو شخړو له امله لغوه شو.
ښاغلي نتنياهو هغه مهال اعلان کړی و چې متحده عرب اماراتو ته يې سفر د اردن هوايي فضا کې د الوتنې همغږي کولو کې د ستونزو له امله ځنډول شوی دی.
د ښاغلي نتنياهو دفتر دا هم ويلي وو چې اردن د څو ساعتونو لپاره د خپلې هوايي فضا د کارولو اجازه ليک ورکول ځنډولي وو.
متحده عرب امارات له مصر او اردن وروسته درېيم عربي هېواد دی چې له اسرائيلو سره رسمي ډيپلوماټيکې اړيکې جوړوي.
د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ په وروستيو کې بحرين هم له اسرائيلو سره يو تړون لاسليک کړ چې سودان او مراکش هم بيا دغه لاره تعقيب کړه.
ډېری عربي هېواونو له لسيزو راهيسې د اسرائيلو سره پرېکون اعلان کړی دی. دوی استلال کوي چې په هغه صورت کې به له اسرائیلو سره اړيکي جوړوي چې له فلسطينيانو سره د دوی ستونزې حل شي.



















