تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امريکا کې د توپاني بړبوکیو له کبله تر ۱۰۰ د ډېرو کسانو مړینې وېره څرګندېږي
د امریکا کنټاکي ایالت کې چې ګڼ ښارګوټي یې توپاني بړبوکیو سخت ځپلي داسې وېره څرګندېږي چې ښايي د وژل شویو کسانو شمېر تر ۱۰۰ هم ډېر شي.
د ایالت والي اندې بیشیر وايي، دا د ایالت په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ بړبوکۍ وې، چې له کبله یې لږ تر لږه د اتیا کسانو مړینه تایید شوې ده.
نوموړی وایي:
''داسې هېڅ یې پر ځای ولاړ نه دي پرې ایښې، چې د کومې یوې بړبوکۍ په لار کې ولاړ و. ''
د امریکا په څلورو نورو ایالتونو کې هم له همدې کبله د ۱۴ کسانو مړینه تایید شوې ده.
بل لور د امریکا ولسمشر جو بایډن د کنټاکي ایالت لپاره د بېړنیو مرستو اعلان کړی او وايي، باید ډېرو ځپل شویو سیمو ته د فدرالي حکومت بېړنۍ مرستې سملاسي ورسېږي.
په داسې حال کې چې کینټکي کې مرستندویان د اوبو او جنراتورونو په وېش بوخت دي، یو شمېر بیا د ویجاړو شویو ودانیو تر خاورو خځلو لاندې د ژوندي پاتې کسانو لټون کوي.
د ملي ګارد نومي ادارې ۳۰۰ مرستندویانو کور په کور ګرځي او د ورانو شویو ودانیو پاتې شوني ټولوي.
د بړبوکيو دا څپه چې د امريکا په تاريخ کې د خپل ډول کمسارې څپه بلل شوې ده شپږ ايالتونه يې ډېر ځپلي دي.
په بېلابېلو سیمو کې لسګونه زره خلک بې برېښنا شوي او حکومت د اړو خلکو لپاره د بېړنیو سرپناو د برابرولو اعلان هم کړی.
د مېفيلډ ښارګوټي په د شمعې په يوه فابريکه کې د لسګونو کسانو د وژل کېدو وېره ده.
ځايی پولیس وايي، بړبوکیو د ایالت په لوېدیځو برخو کې ډېر زیان اړولی.
بل لور د امریکا هوا پېژندنې ادارې په ارکنساس، ټینیسي، میسوري او الینویس ایالتونو کې د ورته نورو بړبوکیو وړاندوینه کړې ده.