د ډونلډ ترمپ ټولنیزه رسنۍ د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې فعالیت پیلوي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا د مخکني ولسمشر ډونلډ ټرمپ اړوند ټولنیزې شبکې بازار ته د خپلو ونډو له وړاندې کولو مخکې یو ملیارد ډالر پانګه ورټوله کړې ده.
په پام کې ده چې دا نوې ټولنیزه شبکه د راتلونکي زېږدیز کال په لومړیو کې کار پیل کړي.
ښاغلي ټرمپ د دې شبکې جوړولو ته وروسته له هغه مخه کړه، چې فیسبوک او ټوېټر یې خپرې کړې څرګندونې پاروونکې وبللې او حسابونه یې ور وتړل.
ښاغلي ټرمپ چې په ټولنیزو شبکو کې یې غږ غلی دی د نوي کال په پیل کې د ټرمپ میډیا اینډ ټکنالوژي ګروپ په نامه ټولنیزې شبکې د جوړیدو خبر ورکړی.
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي دا شبکه به د سیاسي ایډیالوژۍ پر بنسټ د بې تبعیضه خبرو ته لاره هواره کړي.
که څه هم د ټرمپ تولینزې شبکې اعلان کړی چې د پانګونې له یوه بنسټ نه یې یو ملیارد ډالر پانګه ورټوله کړې خو د ټرمپ تفریحي رسنۍ تراوسه د چا نوم نه دی اخیستی.
ښاغلي ټرمپ وايي دا یو ملیارد ډالر پانګه لوړو رسنیزو شرکتونو ته دا پیغام رسوي چې سانسور او سیاسي توپیري چلن باید پای ته ورسېږي.
نوموړی وايي د پیسو خوځښت یې شرکت ته ښه حالت ورکړی او له 'استبدادي ' شرکتونو سره به مبارزه کړندۍ شي.
د ټرمپ د ټولنیز شرکت ټوله پانګه شاخوا څلور ملیارده ډالر ښوول شوې ده.
د دې پانګې ورټولول څرګندوي چې ښاغلي ټرمپ د ولسمشرۍ د مهال پرتله اوس لا ډېر مالي ملاتړ لري.
ډونلډ ټرمپ د تېر کال د جدي پر ۱۷مه د امریکا د کانګرس پر ودانۍ له برید وروسته له ټولنیز رسنیز فعالیت نه منع شو.
ښاغلي ټرمپ وړاندې پر ټوېټر ۸۹ میلیونه، پر فیسبوک ۳۳ میلیونه او پر انسټاګرام ۲۴ نیم میلیونه فالورس لرل.
په پام کې ده چې د ډونلډ ټرمپ ټولنیزه رسنۍ د ۲۰۲۲ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د کاري دریو پړاونو نه لومړنی هغه پیل کړي.
ویل شوي چې په نورو پړاونو کې به د کارونکو لپاره تفریحي پروګرامونه، خبرونه او پوډکاسټ ور زیات شي.





















