د فرانسې ولسمشر وايي، اسټرالیايي لومړي وزیر د اوبتلونو هوکړې لړ کې دروغ ورته ویلي

د خپرېدو وخت

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وايي، د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن ورته د اوبتلونو اړوند هوکړې له منځه وړلو لړ کې دروغ ویلي.

کله چې له نوموړي پوښتنه وشوه، ایا فکر کوي چې ښاغلی موریسن رښتینی نه و؟ نوموړي وویل:

''فکر نه کوم، زه پوهېږم. ''

ښاغلی مکرون د اسټرالیا له لوري له فرانس سره د ۱۲ اوبتلونو چمتو کولو په هکله د ۳۷ میلیاردو ډالرو یوې هوکړې له لغو کېدو وروسته غوسه شوی.

اسټرالیا د هغې هوکړې پر ځای له امریکا او بریتانیا سره د یوې نوې امنیتي هوکړې په هکله خبرې پیل کړې وې چې د اکوس نوم ورکړل شوی.

خو ښاغلی موریسن دا ردوي چې دی رښتینی نه و. په سپتمبر کې د دې ناندریو له پیل وروسته دواړو مشرانو لومړی ځل د ایټالیا په روم کې د جي - ۲۰ سر مشریزې پر مهال سره ولیدل.

د دې غونډې په څنډه کې یوه اسټرالیايي خبریال له ښاغلي مکرون وپوښتل چې ایا بیا به پر ښاغلي موریسن باور وکړي، نوموړي په ځواب کې وویل:

''موږ به وګورو چې دی څه کوي. زه ستاسو د هېواد لپاره خورا ډېر درناوی لرم، ستاسو خلکو سره ملګرتیا غواړم. زه یوازې دا وایم کله چې موږ درناوی کوو، مانا یې دا ده چې باید رښتیني واوسو او باید پرلپسې د همدې ارزښت پر کرښه روان واوسو. ''

د ښاغلي مکرون له دې څرګندونو وروسته د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن خبریالانو ته وویل، ولسمشر مکرون ته یې دروغ نه دي ویلي، بلکې په وینا یې مخکې یې ورته ویلي و، چې دودیز اوبتلونه د اسټرالیا دفاعي اړتیا نه شي پوره کولای.

نوموړی وايي، د دواړو هېوادونو تر منځ د باور فضا رامنځته کېدو او اړیکو د ښه کېدو لپاره هلې ځلې پیل شوې دي.

د اکوس هوکړې له پلي کېدو وروسته به اسټرالیا د نړۍ اووم هېواد شي چې د اتومي انرژۍ پر مټ چلېدونکي اوبتلونه به ولري.

امریکا، بریتانیا، روسیه، چین، هند او فرانسه هغه هېوادونه دي چې دغه ډول اوبتلونه لري.

د هوکړې له مخې به شریک هېوادونه د سایبر وړتیاوو وده، مصنوعي ځېرکتیا او تر سمندري اوبو لاندې کارېدونکې تکنالوژۍ برخه کې هم همکاري کوي.