د یمن عدن ښار هوایي ډګر کې موټربم چاودنې ۹ کسان وژلي

یمن

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په همدې هوایي ډګر کې تېر دسمبر کې هم یوې چاودنې ۲۲ کسان وژلي وو
د خپرېدو وخت

د یمن موقتي پلازمېنې عدن ښار په هوایي ډګر کې د شنبې پر ورځ موټربم چاودنې لږ تر لږه ۹ کسان وژلي او ۱۲ تنه ټپیان دي. د یمن لومړي وزیر معین عبدالمالک سعید دا برید یو ترهګریز عمل بللی دی.

عیني شاهدانو یلي، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. تر اوسه کومې ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی.

چاودنه هغه مهال شوې چې عدن ښار پخوانی والي هوایي ډګر ته را ورسېد، خو دی پخپله له برید خوندي وتلی.

په تېر دسمبر کې هم په همدې هوایي ډګر کې په یوه خونړي برید کې ۲۲ کسان وژل شوي وو.

یوازې یوه اوونۍ وړاندې د عدن ښار پر اوسني والي هم برید شوی و چې لږ تر لږه شپږ کسان پکې وژل شوي وو.

د نړیوالې ټولنې لخوا د یمن په رسمیت پېژندل شوی دا مهال د عدن له موقتي پلازمېنې فعالیت کوي.

په ۲۰۱۴ کال کې حوثي یاغیانو پر اصلي پلازمېنې سنا ولکه وکړه او حکومت یې نسکور کړ.

په ۲۰۱۵ کال کې د سعودي عرب په مشرۍ د سیمه ییزو هېوادونو یوې ټلوالې د حوثي یاغیانو پر ضد پوځي عملیات پیل کړل، چې ورسره د یمن جګړه په یوه ناورین بدله شوه.

دې ټلوالې غوښتل حوثي یاغیان وځپي او د ولسمشر عبدالرب منصور هادي بېرته واک ته ورسوي.

په دې جګړه کې تر دې دمه تر یو لک ډېر کسان وژل شوي، په لویه کچه بشري ناورین رامنځته شوی، میلیونونه خلک له لوږې سره مخ دي او کورونا وبا هم جدي خطر پېښ کړی.