تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان: د اسلام اباد پر لور د تحریک لبیک د لاریون له اعلان سره سم یو شمېر لارې تړل شوي
د پاکستان کې د مذهبي، سیاسي ګوند تحریک لبیک پاکستان (ټي ایل پي) له لوري د پلازمېنې اسلام اباد پر لور د لاریون له اعلان سره هممهاله د دې ګوند ګڼ شمېر غړي نیول شوي او د پلازمېنې پر لور غځېدلې ځینې لویې لارې تړل شوې دي.
د بي بي سي خبریال شهزاد ملک د ځايي پولیس سرچینو له قوله وايي، د جمعې پر سهار د یاد ګوند ۴۰ نور غړي نیول شوي دي.
د لاهور ښار رحمت العالمین جومات کې د تحریک لبیک پاکستان مرکزي دفتر شاوخوا کې پولیس ځای پر ځای شوي او د تګ راتګ مخنیوي لپاره کانتینرونه ایښوول شوي دي.
بل لور د لاریون مخنیوي لپاره د پلازمېنې ځینې شاوخوا سیمو کې لویې لارې تړل شوې دي.
د تحریک لبیک پاکستان یوه ویاند ویلي، د ګوند پلویان به د جمعې له لمانځه وروسته د پلازمېنې پر لور لانګ مارچ ' لوی لاریون ' پیل کړي.
د ګوند مرکزي شورا مسوولین وايي، که د دوی د لاریون مخه ونیول شي، دوی 'بي پلان ' هم لري.
د دې لاریون هدف د ګوند نیول شوي مشر سعد رضوي خوشي کېدل او دغه راز له پاکستانه د فرانسې سفیر شړلو په تړاو د یاد ګوند او پاکستان حکومت تر منځ د شوې هوکړې عملي کول بلل شوي دي.
د یادونې ده چې د ټي ایل پي یو شمېر پلویانو وار له مخه دې لړ کې د لاهور په ملتان روډ سیمه کې پرلت کړی او پولیسو د پرلت ځای ته غځېدلې لارې تړلې دي.
بل لور د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وايي، که د تحریک لبیک پاکستان له غوښتنې سره سم د فرانسې سفیر له پاکستانه وایستل شي، له اروپايي هېوادونو سره به د پاکستان اړیکي ترینګلي شي.
د پنجشنبې پر ورځ اسلام اباد کې د وینا پر مهال شیخ رشید وویل، د فرانسې سفیر شړلو مانا دا ده، چې له اروپايي هېوادونو سره به د پاکستان پر اړیکو اغېز وشي او له همدې کبله به د ''هېواد اقتصاد ته نه جبرانېدونکی زیان واوړي. ''
تېر اپریل کې د تحریک لبیک پاکستان له پراخو مظاهرو وروسته پاکستان حکومت ژمنه وکړه، چې له هېواده به د فرانسې سفیر شړلو پر موضوع د بحث لپاره یوه پارلماني کمېټه چمتو کړي او له هغه وروسته ټي ایل پي د مظاهرو لړۍ پای ته ورسوله.