هندی شرکت وایي، نور د افغانستان، ایران او پاکستان سوداګریز توکي نه لېږدوي

د خپرېدو وخت

د اداني ګروپ په نامه یو شرکت چې د هند په بندرونو کې فعالیت کوي اعلان کړی چې له وروسته به د افغانستان، ایران او پاکستان سوداګریز توکي نه لېږدوي.

یاد شرکت په یوې اعلامیې کې ویلي، دا بندیز به په ټولو هغو ټرمینلونو کې عملي کېږي چې دوی یې مسوولیت لري او هغه چې چارې په کې د نورو کمپنیو له خوا اداره کېږي.

ویل شوي چې دا بندیز به د نومبر میاشتې له ۱۵ نیټې عملي کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې هندوستان په دې وروستیو کې درې ټنه هیروین چې د بندر عباس له لارې له افغانستانه هندوستان ته قاچاق کېدل په ګجرات کې د موندرا په بندر کې د پراخو عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول.

دا هیروین په دوو کانتینرونو کې ځای پرځای شوي وو او ویل کېږي چې ارزښت یې دوه ملیارده او ۷۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

دا په هندوستان کې تر ټولو ډېر هیروین دی چې په یو ځل نیول شوي دي. هندي چارواکي وايي له هیروینو سره دوه کسان نیول شوي او د نورو کسانو په اړه ترې تحقیقات روان دي.

هندي چارواکو د سپتمبر په میاشت کې هم یوه اندازه هیروین او په تړاو یې شپږ تنه ایرانيان نیولي وو.

موندرا په هند کې یو مهم اقتصادي او لوجستکي بندر دی او تېر کال د دې بندر له لارې ۱۴۴۰۴ میلیون ټنه توکي لېږدیدلي وو.

په ګجرات ایالت کې د موندرا بندر د ډبرو سکرو د لېږد لپاره ښې اسانتیاوې لري.

له افغانستانه تر ډېره نشه یي توکي د ایران او پاکستان له لارې نورې نړۍ ته قاچاقېږي.

د اګست په میاشت کې طالبانو له واکمنېدو وروسته نړیوالو ته د کوکنارو د کرکیلي او نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي ډاډ ورکړی دی.