پاکستان د غلام خان بندر له لارې مرکزي اسیا سره سوداګري پیل کړه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

پاکستان د افغانستان په سویل ختیځ خوست ولایت کې د غلام خان بندر له لارې د خپلو سوداګریزو توکو لومړۍ ترانزیټي ټولګه (محموله) مرکزي اسیا ته روانه کړې ده.

غلام خان بندر د افغانستان او پاکستان ترمنځ تر تورخم او سپین بولدک وروسته د سوداګرۍ او تګ راتګ دریمه ستره او مهمه لار ده.

دغه بندر د تورخم پرتله کراچۍ ته نږدې پورت دی.

دا لار د تېر کال جون کې پرانیستل شوې وه خو د کورونا وېروس د خپرېدو له کبله تر اوسه له فعالیت پاتې وه.

تمه ده چې دا لار به د ختیزې او مرکزي اسیا ترمنځ د سوداګریزۍ او راکړې ورکړې په وده کې د پام وړ مرسته وکړي.

دغه لار افغانستان ته هم د ترانزیټ له اړخه ښه عواید راوړی شي.

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي غلام خان بندر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ تر ټولو لنډه لار ده.

هغه پر خپل ټویتر لیکلي:"مبارک: مرکزي اسیا ته لومړنۍ ترانزیټي محموله تېره ورځ له غلام خان بندر تېره شوه. دا د پاکستان د سواحلو او افغانستان ترمنځ او تر هغې ورهاخوا (مرکزي اسیا ته) تر ټولو لنډه لار ده."

محمد صادق زیاته کړې چې دغه لار به د خوست او شمالي وزیرستان خلکو ته چې دغه بندر ته نږدې پراته دي، د کار موندلو کې هم مرسته وکړي.

د پاکستان حکومت تېر کال ژمنه کړې وه، چې د غلام خان ترڅنګ به د تورخم او سپین بولدک بندرونو پر سوداګریزو توکو د بار موټرونو لپاره ۲۴ ساعته پرانیستې وي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت او بیا په یوه اعلامیه کې ویلي دغه درې واړه بندرونه به معیاري پروسیجرونو او د کوویډ- ۱۹ پروتوکولونو ته په پام په سوداګریزو او ترانزیټي توکو د بار موټرونو د تګ راتګ پر مخ پرانیستې وي او په ورځنۍ کچه له دغو بندرونو د اوښتلو لپاره د موټرونو د شمیر محدودیت نه لګول کېږي.