افغانستان او پاکستان د خپلمنځي سوداګرۍ هوکړه ۶ میاشتې نوره هم وغځوله

د خپرېدو وخت

افغانستان او پاکستان په خپل منځ کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ هوکړه یا "اپټا" تړون د شپږو نورو میاشتو لپاره وغځاوه.

د دغې هوکړې تمدید د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر او د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر د سلاکار تر منځ په یوه آنلاین غونډه کې لاسلیک شوه.

خو لا هم د دغه تړون پر نوې بڼه کار روان دی چې د افغانستان حکومت نږدې ۹۵ سلنه کار يې بشپړ شوی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر او د سوداګرۍ او پانګونې په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سلاکار رزاق داوود نن په یوه پرلیکه غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ هوکړه یا "اپټا" هوکړه د شپږو نورو میاشتو لپاره وغځوله.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، لا هم د دغه تړون په نوې بڼه د دواړو دولتونو تر منځ کار روان دی او په وینا يې ۹۵ سلنه کار يې مخ ته تللی.

د دغه وزارت چارواکي وايي د اپټا تړون نوې بڼه به ژر نهايي شي او په کابل کې به لاسلیک شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند احمد فواد احمدي وايي، اوس یې ځکه پخوانی تړون بیا تمدید کړی چې حقوقي تشه رامنځته نشي:

"د اپټا د شپږ میاشتني تمدید پروتوکول د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت د وزیر او د پاکستان د صدراعظم د لوی سلاکار تر منځ په آنلاین بڼه لاسلیک شو. د اپټا د تعدیل کار هم ۹۵ سلنه کار پر مخ تللی او ټاکل شوې چې کابل ته د پاکستان د صدراعظم د لوی سلاکار له سفر وروسته يې پاتې پنځه سلنه کار هم بشپړ شي او دا هوکړه په رسمي ډول لاسلیک شي."

د سوداګرۍ خونو د فدراسیون مرستیال خان جان الکوزي وايي، په دغه تړون کې ستونزې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ د شپېته تر اویا سلنې کمېدو لامل شوې.

ښاغلی الکوزی وايي، دا چې پاکستان افغان سوداګرو ته اجازه نه ورکوي چې له هند سره سوداګري وکړي هم مهمه ستونزه ده چې دی هیله لري په نوي تړون کې به حل شي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې په نوې هوکړه کې يې له خصوصي سکتور سره کړې سلامشورې هم په پام کې نیولې دي.

بلخوا د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي محمد صادق خان هم پر خپله ټویټر پاڼه د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ په ترتیباتو کې د نوو بدلونونو خبر ورکړی.

د دغو ترتیباتو له مخې به له دې وروسته هر سوداګر کولی شي چې د ځانګړي تضمين شوي لېږد یا بانډډ کریر له لارې توکي ولېږدوي.

ښاغلی الکوزی هم دغو بدلونونو ته خوشبيني ښيي.

چارواکو ویلي چې دغه نوي بدلونونه به له یوې خوا پر سوداګرۍ انحصار مات کړي او له بلې خوا به ترانسپورت لګښتونه په پام وړ کچه راټيټ کړي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او ترانزيت هوکړه د افغانستان د کابینې له تأیید وروسته داسې مهال تمدیدیېږي چې له دې کابو درې میاشتې وړاندې هم د دواړو دولتونو کابینو د دریو میاشتو لپاره تمدید کړې وه.

اپټا د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ کې لاسلیک شوه چې د روان میلادي کال په فبرورۍ کې له وخته له تېرېدو سره سره د دواړو هېوادونو حکومتونو په موقت ډول د دريو میاشتو لپاره وغځوله.