تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"فېسبوک ماشومانو ته زیان رسوي او دیموکراسي کمزورې کوي"
د فېسبوک یوې پخوانۍ کارمنې د امریکا سنا مجلس یوې ځانګړې ناستې ته ویلي، د یاد شرکت وېبپانې او اپلیکېشنونه ماشومانو ته زیان رسوي، ټولنه کې بیلتون رامنځته کوي او د امریکا دیموکراسي کمزورې کوي.
۳۷ کلنه فرنسز هاګن پخوا فېسبوک شرکت کې د تولیداتو مدیره وه، خو وروسته یې د یاد شرکت د کړنو په اړه رازونه افشا کړل او مخالفه یې شوه.
نوموړې تېره یکشنبه (سي بي اېس) تلویزیون سره یوه مرکه کې ویلي وو، د فېسبوک ګڼ داخلي اسناد یې وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې سره شریک کړي دي.
یادې ورځپاڼې د همدې اسناد پر بنسټ ویلي، د انسټګرام یوې خپلې څېړنې موندلې چې دا شبکه د نجونو رواني روغتیا ته زیان رسوي.
په دې وروستیو کې پر فېسبوک نیوکې ډېرې شوې دي او ګڼو نړیوالو ادارو د یاد شرکت د نظارت غوښتنه کړې.
خو د فېسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ دغه نیوکې رد کړې او وایي، دې وروستیو کې خبري پوښښ د دې شرکت ناسم انځور وړاندې کړی.
نوموړي د فېسبوک کارکوونکو ته په یوه لیک کې ویلي، دوی هڅه کوي چې پر انټرنېټ د زیان رسوونکو موادو مخه ونیسي، روڼوالی رامنځته کړي او د مهمو مسایلو په اړه څېړنې وکړي.
ښاغلي زوکربرګ همدا راز ټینګار کړی چې د انسټګرام څېړنه ناسمه تعبیر شوې او وایي، ګڼې نجونې د دې شبکې په اړه ښه تجربه لري.
فېسبوک په نړۍ کې د خواله رسنیو تر ټولو پراخ او مشهور شرکت دی او هره میاشت ۲ اعشاریه ۷ میلیارده فعال کاروونکي لري.
همدا راز سلګونه میلیونه کسان د فېسبوک نور اپلیکېشنونه، لکه انسټګرام او وټس هم کاروي.
خو مخالفین یې نیوکه کوي چې یاد شرکت د کاروونکو محرم مالومات نه دي خوندي کړي او د ناسمو مالوماتو د خورېدو مخه یې نه ده نیولې.
فرانس هاګن سناتورانو ته څه وویل؟
د سه شنبې پر ورځ د سنا مجلس ځانګړې ناسته کې سناتورانو د فرانسز هاګن وینا په غور اورېدله.
نوموړې وویل، د فېسبوک او انسټګرام څښتنان پوهېږي چې څه ډول د دې شبکو انلاین چاپېریال خوندي کړي، خو بیا هم داسې نه کوي.
نوموړې ادعا وکړه چې یادو شرکتونو لپاره ګټه مهمه ده، خو خپلو کاروونکو ته ارزښت نه ورکوي.
نوموړې همدا راز د فېسبوک پر بنسټګر مارک زوکربرګ تور ولګاوه چې له حده ډېر واک لري او هېڅوک ورسره حساب نشي کولی.
نوموړې همدا راز خوښي وښوده چې د دوشنبې پر ورځ فېسبوک او انسټګرام د څو ساعتونو لپاره کار پریښی و.
اغلې هاګن وویل: "زه نه پوهېږم چې ولې خراب شوي وو. خو دومره پوهېږم چې دې موده کې فېسبوک د ټولنیز بیلتون پراخولو، د دیموکراسۍ بې ثباته کولو او ځوانو نجونو او ښځو ته د ځان په اړه بد احساس ورکولو لپاره ونه کارول شو".
نوموړې د دې ستونزو د حل لپاره د سملاسي اقدام غوښتنه وکړه او وړاندیز یې وکړ چې د امریکا کانګرس باید د فېسبوک د کړنو څارنه وکړي.
سنا مجلس کې دیموکراتان او جمهوري پال سناتوران دواړه پر دې سلا شول چې فېسبوک شرکت کې بدلونونو ته اړتیا شته.
دا یوه کمسارې موضوع ده چې د امریکا د دوو لویو سیاسي ګوندونو استازي یې په اړه یوه خوله دي.