فېسبوک، انسټګرام او وټس اپ بېرته سم شوي، مارک زوکر برګ بښنه غوښتې

د خپرېدو وخت

د فېسبوک موسس مارک زوکر برګ په ټوله نړۍ کې له هغو میلیونونو کسانو بښنه غوښتي چې د فېسبوک شرکت اړوند خواله رسنیو ته تېره ورځ تر څو ساعتونو پورې لاسرسی نه درلود.

فېسبوک، انسټاګرام او د پیغام رسولو اپلکشن وټساپ تېره ورځ 'دوشنبه ' لږ تر لږه د شپږ ساعتونو لپاره غیر فعال وو او د نړۍ په لر او بر کې ورته لاسرسی نه کېده.

وروسته دغه خواله رسنۍ عادي حالت ته وګرځېدې، خو لا هم د دې پرچاوۍ لامل رسماً نه دی اعلان شوی.

فېسبوک شرکت یوه داخلي تخنیکي ستونزه د دې چارې لامل بولي.

دغه درې واړه رسنۍ د فېسبوک ملکيت دی چې د وېبپاڼې يا ځيرک ټيليفون له لارې د یو څه ځنډ لپاره نه پرانيستل کېدې.

ډون ډېټېکټر وېبپاڼه چې دغه ډول پېښې تعقیبوي وايي د وټس اپ په اړه نژدې ۸۰ زره او د فېسبوک په اړه له ۵۰ زره زيات راپورونه ورته رسېدلي دي.

د يادې وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، دغې تخنيکي ستونزې په ټوله نړۍ کې د فېسبوک کاروونکي اغېزمن کړي ډي.

د یادونې ده چې د روان کال په اپرېل او جون مياشت کې هم د ټولنيزو رسنيو لوی پلټ فارم فېسبوک په ناڅاپي ډول کار پريښی و، چې هغه مهال يې فېسبوک د شبکې تنظيم کولو کې ستونزه ياده کړې وه.

د انلاين برخې کارپوهان اټکل کوي چې دا کېدی شي د فېسبوک سره تړلو سايټونو په ډي اېن اېس يا ډ‌ومېن سيستم نامه کې ستونزه وي.

داسې پېښې کمې ترسترګو کېږي چې يوازې د فېسبوک په څېر شرکت دې اغېزمن شي او يا دې دا ستونزه تر اوږدې مودې وغځېږي.

دا په داسې حال کې دی چې یوه ورځ وړاندې د فېسبوک یوه پخواني کارکوونکي د دغه شرکت په اړه ځینې اسناد افشا کړل.

فرانسس هاګن د سي بي اس خبري آژانس ته پر یکشنبه ویلي ول چې فېسبوک تر خوندیتابه ودې یا پراخېدو ته لومړیتوب ورکړی دی.