د ماډل ښځې د سر وېښتو 'خرابولو' له کبله سینګارتون ته د ۲۰ میلیونه روپیو تاوان ورکولو امر شوی

An Indian model sits as she has her hair styled backstage ahead of the Ashima Leena fashion show at Bridal Fashion Week in New Delhi.

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د هند یوې محکمې د یوه ځايي سینګارتون ته امر کړی، چې په ناسم ډول د یوې ماډل ښځې د سر وېښتو جوړلو له کبله هغې ته ۲۰ میلیونه روپۍ (۲۷۱زره ډالر) تاوان ورکړي.

ویل کېږي دې ښځې ته د وېښتو اړوند تولیداتو د سوداګریزو اعلانونو لپاره د دې د اوږدو سر وېښتو له کبله حق الزحمه ورکول کېده.

محکمې ته ویل شوي چې د سینګارتون کارکوونکو د هغې د لارښوونې خلاف د هغې اوږدې څڼې زیاتې لنډې کړې دي.

د مشتریانو زیان جبرانولو ملي کمېسیون (این سي ډي ار سي) مسوولین وايي:

''دې ښځې هغه امکاني حق الزحمه له لاسه ورکړې چې تمه یې کوله، له دې کبله یو داسې دروند زیان ورته اوښتی چې د ژوند طرز یې ورسره بدل شوی او د ماډل په توګه یې تر ټولو د مخکښ کېدو ارمان رژېدلی دی. ''

دوی محکمې ته په عریضه کې ویلي:

''دا څو ځله له ذهني ضعف سره مخامخ شوې، او د خپلو سر وېښتو پرې کولو لړ کې د دې بې پروایۍ له کبله یې نه شو کولای خپل مسلک ته توجه وکړي او بالاخره یې دنده بایلوده. ''

د محکمې اسناد ښيي چې دا ښځه ۲۰۱۸ کال کې سینګارتون ته ورغلې وه او د وېښتو جوړوونکي کس ته یې له خپلې خوښې سره سم د وېښتو جوړولو ویلي و، خو ویل کېږي هغه کس یې د سر وېښتو لویه برخه خورا ډېره لنډه کړې وه.

په اسنادو کې دغه راز ویل شوي چې کله دې ښځې شکایت کړی، دې ته د وېښتانو بېرته اوږدولو لپاره د دارو درملو وړاندیز شوی و.

دې ښځې محکمې ته ویلي چې ''درملنه مشکوکه وه او وېښته یې نور هم خراب شوي دي. ''

دغه سینګارتون چې د پلازمېنې ډیلي په یوه مشهور هوټل کې موقعیت لري، د پرېکړې خلاف د استناف غوښتنې حق لري.

خو سالون مسوولینو تر اوسه د پرېکړې په هکله څه نه دي ویلي.