فرانسې او امریکا د امنیتي تړون پر سر ترینګلتیا د هوارولو هوکړه کړې

فرانسه امریکا خبرې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، استرالیا له فرانسې سره تړون لغوه کړ او پر ځای یې بریتانیا دغه هېواد پر اتومي انرژۍ چلېدونکي اوبتلونه جوړوي
د خپرېدو وخت

فرانسې او امریکا هڅې پيل کړي هغه ستونزه د خبرو له لارې هواره کړي چې له استرالیا سره د آکوس امنیتي تړون پر سر رامنځته شوې ده. د دواړو هېوادونو ولسمشرانو یوه ګډ بیان کې ویلي که د متحدینو ترمنځ سلا مشورې شوې وای نو ښايي وضعیت به تر دې ښه وو.

د فرانسې او امریکا ولسمشرانو ایمانویل مکرون او جو بایډن په دې اړه پرون نیم ساعت ټیلیفوني خبرې کړي او دواړه به د راتلونکې میاشتې په وروستیو کې له اروپايي مشرانو سره هم وګوري.

دا تړون چې آکوس تړون په نوم یادیږي د امریکا، استرالیا او فرانسې ترمنځ تېره اونۍ لاسلیک شو. د دې تړون له مخې بریتانیا استرالیا ته پر اټومي انرژۍ چلېدونکي اوبتلونه جوړوي.

د نوي تړون په کېدو سره د استرالیا او فرانسې ترمنځ ورته تړون لغوه شو. فرانسه چې د نوي تړون له لاسلیک څو ساعته وړاندې ورته د پخواني تړون د لغوه کېدو خبر ورکړل شوی په دې کار ډېره غوسه کړې ده.

دې لړ کې فرانسې له امریکا او استرالیا خپل سفیران ورغوښتي. خو اوس د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د ستونزې د هواري په اړه خبرې کړې دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دفرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي امریکا او اسټرالیا د نوي امنیتي تړون په اړه ''دروغ'' وايي

امریکا کې د فرانسې سفیر بېرته خپلې دندې ته ستون شوی خو لا نه ده معلومه چې استرالیا کې د دغه هېواد سفیر به هم کوربه هېواد ته واستول شي او کنه؟

له خپل فرانسوي انډول سره خبرو کې جوبایډن د آسیا په ارام سمندر سیمه کې د فرانسې او اروپا د ښکیلتیا پر ارزښت ټېنګار کړی دی.

په ګډ بیان کې امریکا د ناټو د بشپړوونکي ګام په توګه د اروپا د ګډې پیاوړې دفاع پر ارزښت ټېنګار کړی، دا د فرانسې د ولسمشر یو مهم پلان دی.

د دې ټیلیفوني خبرو وروسته په پام کې ده چې نن پنجشنبه د امریکا او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران انتوني بلېنکن او جیان یویس لو دریان په نیویارک کې سره وګوري.

له دې وړاندې د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د فرانسې له ولسمشره غوښتي وو چې آکوس امنیتي تړون په اړه له غوسې تېر شي او ارام اوسي.

دې تړون ته د داسې یوې هڅې په سترګه کتل کیږي چې موخه یې په هند ارام سمندر کې د چین د نفوذ مخنیوی دی. شنونکي وايي دا ښايي له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د درې هېوادونو ترمنځ تر ټولو مهم تړون وي.

د ترینګلتیا له دې هڅو سره بیا هم د استرالیا او د اروپايی ټولنې د لوړ پوړو استازو ترمنځ پلان شوې غونډه په شک ده. ټاکل شوې دا غونډه راتلونکې اونۍ جوړه شي.