دفرانسې د بهرنیو چارو وزیر: امریکا او اسټرالیا د نوي امنیتي تړون په اړه ''دروغ'' وايي

د عکس سرچینه، Reuters
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر استرالیا او امریکا تورنه کړه چې د هغه نوي امنیتي تړون په اړه دروغ وايي چې له امله یې فرانسې له استرالیا او امریکا نه خپل سفیران بېرته وروغوښتل.
جیان یویس لي دریان د (فرانس ۲) تلویزون سره په مرکه کې امریکا او استرالیا په ''دوه مخۍ '' تورن کړل.
د (اوکوس) په نامه نوي امنیتي تړون له مخې به اسټرالیا ته تکنالوژي ورکول کېږي چې داسې اوبتلونه چمتو کړي چې د اتومي انرژۍ پر مټ به چلېږي.
له دې سره د ملیاردونه ډالرو په ارزښت هغې هوکړې ته زیان رسېږي چې فرانسې له اسټرالیا سره د اوبتلونو چمتو کولو په برخه کې لاسلیک کړې وه.
په دې مانا چې له دې سره د ۳۷ ملیاردو ډالرو په ارزښت د فرانسې او اسټرالیا ترمنځ هوکړه پای ته رسېږي چې په ۲۰۱۶ کال کې د ۱۲ اوبتلونو د جوړولو په اړه شوې وه.
د فرانسې بهرنیو چارو وزیر دا نوې هوکړه چې بریتانیا هم په کې شامله ده 'له شا د چاکو ګوزار ' بللی او په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې سفیران د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون په غوښتنه بېرته هېواد ته بلل شوي دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وايي ''د متحدینو ترمنځ یو جدي بحران روان دی او دا لومړی ځل دی چې له امریکا سره په خپلو اړیکو کې فرانسه خپل سفیر بېرته له دغه هېواده راغواړي، دا د بحران جدیت ښيي چې څومره دی. ''
نوموړي زیاته کړه چې خپل سفیران یې پر حالاتو د بیا غور لپاره بللي دي خو دا یې هم وویل چې له بریتانیا نه د فرانسې د سفیر د بېرته ورغوښتلو اړتیا نشته.
بل لور د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ یوه ویاند ویلي، ''د ولسمشر جو بايډن حکومت د دې موضوع په هکله متاسف دی او راتلونکو ورځو کې به له فرانسې سره د دغه هېواد د ملاحظاتو په هکله خبرې وکړي. ''
په ورته مهال امریکا کې د خبرو پر مهال د اسټرالیا بهرنیو چارو وزیرې ماریس پایني ویلي، دا د فرانسې پر ''مایوسي '' پوهېږي او هیله منه ده چې له فرانسوي چارواکو سره به د خپلمنځي اړیکو پر هغه اهمیت خبرې وکړي، چې ''دوی یې لري. ''
د امریکا پلازمېنه کې فرانسوي دیپلوماتانو هغه نندارتون وار له مخه لغوه کړی چې د دواړو هېوادونو د خپلمنځي اړیکو لمانځلو په پار چمتو کېده.
نوي امنیتي تړون ته د (اوکوس) نوم ورکړل شوی او له مخې به یې د مصنوعي ځیرکتیا، انټرنیټي امنیت او انرژۍ برخه کې هم همکاري کېږي.
کارپوهان وایي، دا په تېرو څو لسیزو کې د دې هېوادونو ترمنځ تر ټولو لوی دفاعي تړون دی.
په وروستیو کلونو کې ګڼو لویدیځو هېوادونو په هندي ارام سمندر کې د چین پوځي فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې.
خو فرانسه بیا دا هوکړه پر ځان 'له شا د چاکو ګوزار ' بولي او چین یې د 'سړې جګړې ذهنیت ' په نامه یادوي.
بل لور ته دا اندېښنې هم راپورته شوې، چې دا هوکړه به چین د یوې جګړې لپاره وپاروي.

د عکس سرچینه، MINISTRY OF DEFENCE
که څه هم د هوکړې اړخونو د چین یادونه نه ده کړې، خو دې ته په پراخه کچه په سویلي چین سمندر کې د چین د نفوذ مخنیوي په نظر کتل کېږي.
له دې مخکې چین د امریکا، بریتانیا او اسټرالیا تر منځ دا تاریخي امنیتي هوکړه غندلې او دا یې 'سخته بې مسوولیتي او تنګ نظري ' بللې ده.
د یادونې ده چې امریکا متحده ایالات پنځوس کاله وروسته د اوبتلونو په هکله لومړی ځل خپله تکنالوژي له کوم بل هېواد سره شریکوي.
له دې مخکې امریکا له بریتانیا سره دغه ډول تکنالوژي شریکه کړې وه.
دغه ډول اوبتلونه تر میاشتو پورې تر اوبو لاندې پاتې کېدای شي، تر اوږده واټنه پورې د توغندیو ګوزار کولای شي، خو اسټرالیا وايي، په دغه ډول اوبتلونو کې د اتومي وسلو ځای پر ځای کولو نیت نه لري.
دا نوې ملګرتیا د تېرې چهارشنبې پر مازدیګر او د پنجشنبې پر سهار د امریکا ولسمشر جو بایډن، بریتانوي لومړي وزیر بورېس جانسن او د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن تر منځ له یوې انلاین غونډې وروسته اعلان شوه.



















