د طالبانو واکمني؛ ګڼو هېوادونو کې افغان سفارتونه او دیپلوماتان ستونزو سره مخ دي

سفارت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یو شمېر هېوادونو کې افغان سفارتونه له مالي ستونزو سره مخ دي
د خپرېدو وخت

رویټرز خبري اژانس وایي، په افغانستان کې ناڅاپه د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نړۍ ګڼو هېوادونو کې افغان دیپلوماتان او استازولۍ له سختو ستونزو سره مامخ دي.

ځینو هېوادونو کې مېشت افغان دیپلوماتان که یو لور د دیپلوماتیکو ماموریتونو چارو پر مخ بیولو لپاره مالي او اقتصادي ستونزې لري، نو بل لور په هېواد کې د پاتې کورنیو امنیت ته هم اندېښنه څرګندوي.

تېره سې شنبه د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان دیپلوماتیکو ماموریتونو ته یوه پیغام کې ویلي، له معمول سره سم دې خپلې چارې پر مخ بیايي، خو د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې یو شمېر افغان دیپلوماتان راتلونکي ته اندېښمن دي.

کاناډا، جرمني، جاپان او ځینو نورو هېوادونو کې مېشتو افغان دیپلوماتانو رویټرز ته د نوم نه څرګندولو په شرط د مایوسۍ او ناکامۍ کیسه کړې ده.

د جرمني په برلین کې یوه افغان دیپلومات وویل: دلته برلین او نورو هېوادونو کې زما همکارانو له کوربه هېواده غوښتي چې ویې مني‌ (هلته د پاتې کېدو اجازه ورکړي.)

دې کس خپل نوم ځکه څرګند نه کړ چې په وینا یې کابل کې د خپلې مېرمنې او لوڼو امنیت ته اندېښمن دی.

دی وايي: ز "ه په دروېزه کولو ګوزران کوم. افغان دیپلوماتان د پناه غوښتو لپاره چمتو دي. ژوند به له نوي سره پیلوم ".

ناټنګهم پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو پروفیسر افضل اشرف وايي، د نړۍ ټول هېوادونه په رسمیت د طالبانو حکومت پېژندلو ته زړه - نازړه دي او د همدې ځنډ له کبله افغان دیپلوماتان له کړاو سره لاس او ګرېوان دي.

نوموړی وايي: "دا دیپلوماتان اوسمهال نور څه کولای شي؟ سملاسي دوی د هېڅ یوه حکومت استازیتوب نه کوي، هېڅ حکومتي پالیسي نه لري چې عملي یې کړي، داسې ډېر احتمال شته چې دې دیپلوماتانو ته به سیاسي پناه ورکړل شي، ځکه که دوی کابل ته ستنېږي، د امنیت په هکله یې ډېرې اندېښنې راپورته کېدای شي ".

ډاډګیرنه شته، خو پیسې نشته

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبانو افغان دیپلوماتانو ته ویلي چې په عادي توګه خپلو دندو ته دوام ورکړي

طالبانو بیا بیا ویلي چې له هیچا به غچ نه اخلي او حقونو ته به یې درناوی کېږي، خو بل لور هره ورځ د حکومتي چارواکو او لږکیو پر ضد د فعالیتونو رپوټونه هم ورکول کېږي.

طالب چارواکي له څو اوونیو راهیسې د افغان دولت مامورینو ته ډاډګیرنه ورکوي چې خپلو دندو ته دې ستانه شي.

د سې شنبې پر ورځ د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په یوه خبري غونډه کې وویل، حکومت دیپلوماتانو ته امر کړی، چې له معمول سره سم چارې پر مخ بوځي.

نوموړي په دې هکله وویل: "افغانستان پر تاسو پانګونه کړې، تاسو د افغانستان پانګه یاست، خپلې چارې روانې وساتئ ".

خونوموړي د دې تر څنګ دا هم وویل، چې حکومت یې پیسې نه لري او ښایي د دولتي چارو پر مخ بېولو کې له ستونزو سره مخ شي.

یاده دې وي چې طالبانو د تېرې اګست میاشتې پر پنځلسمه نېټه پر افغان پلازمېنې کابل ولکه وکړه او تېره اوونۍ یې د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ خپله سرپرسته کابینه او حکومت اعلان کړ.

تر دې دمه د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو ویلي، د دې ډلې خبرو ته نه، بلکې عمل ته به یې ګوري او بیا به قضاوت کوي.