امریکا: تر څو چې طالبانو د نړیوالو غوښتنې نه وي منلي، پاکستان یې باید په رسمیت و نه پېژني

بلېنکن

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له پاکستانه غوښتي، تر هغه وخت دې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني چې طالبانو د نړیوالو غوښتنې نه وي منلي.

د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، ښاغلي بلېنکن د خپل هېواد کانګرس بهرنیو چارو کمېټې ته وویل، ''د پاکستان په ګډون باید ټول هېوادونه پر هغو غوښتنو ټینګار وکړي چې په رسمیت د پېژندلو بدل کې یې په طالبانو پورې غوټه کړې دي. ''

نوموړی وايي، ''لومړیتوب دا دی چې هغو خلکو ته له افغانستانه د وتلو اجازه ورکړل شي، چې غواړي له دې هېواده ووځي، د ښځو، نجونو او لږکیو د حقونو خوندیتوب لپاره اقدامات وشي، او اجازه ور نه کړي چې هېواد یې د نورو لپاره د ترهګرو پر پټنځای بدل شي. ''

نوموړی زیاتوي، ''د همدې لپاره باید پاکستان له نړیوالې ټولنې سره د دې هدفونو تر لاسه کولو لپاره شریک فعالیت وکړي. ''

ښاغلی بلېنکن وايي، ځینو مواردو کې د پاکستان پالیسیو ''زموږ ګټو ته زیان رسولی، خو ځینو مواردو کې د دې ګټو ملاتړې وې. ''

ښاغلي بلېنکن د پاکستان په هکله زیاتوي:

''دا هغه هېواد دی چې د حقانیانو په ګډون طالبانو ته پناه ورکولو کې شامل و. ''

د یادونې ده، چې د حقاني شبکې یو شمېر غړي چې واشنګټن یې ترهګر بولي، د طالبانو سرپرستې کابینې غړي دي.

د کانګرس غونډه کې د انتوني بلېنکن تر څنګ ځینې نورو کانګرېس غړو هم له امریکا حکومته د پاکستان لړ کې سختې غوښتنې وکړې.

د کانګرس دیموکرات غړي خوکین کاسترو له امریکا حکومته غوښته وکړه چې پاکستان ته ورکړل شوی 'له ناټو بهر یا نان ناټو اتحادي ' حیثیت پر ختمولو غور وکړي، چې له مخې یې پاکستان امریکايي وسلو ته د لاسرسي لړ کې لومړیتوب لري.

د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي، ښاغلي بلېنکن د کانګرس غړو هغې پوښتنې ته د 'هو ' ځواب ورکړ چې ایا واشنګټن له پاکستان سره اړیکو ته له سره کتنه کوي؟

د یادونې ده، چې ۱۹۹۶ کال کې پاکستان د نړۍ له دریو هېوادونو یو و چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی و. پاکستان له طالبانو سره اړیکي درلودل او امریکا پرې تور پورې کړی چې دغه هېواد د افغان حکومت پر ضد د طالبانو جګړه کې مرسته کړې، خو اسلام اباد تل دغه تورونه رد کړي دي.