اندونیزیا زندان کې د اور لګېدو له کبله ۴۱ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Indonesian Ministry of Law and Human Rights
د اندونیزیا پلازمېنې جکارتا ته نژدې له ګڼې ګوڼې یوه ډک زندان کې د اور لګېدو له کبله نژدې ۴۱ زندانیان وژل شوي دي.
په تانګیرانګ نومي زندان کې داسې مهال اور ولګېد چې ډېری زندانیان ویده وو.
د زندان په سي بلاک کې د ډېر زیان اوښتو رپوټونه ورکړل شوي، چې د ۴۰ زندانیانو ساتلو وړتیا یې درلوده او ۱۲۲ کسان پکې ساتل شوي وو.
په وژل شویو کې دوه بهرنیان هم شامل دي چې یو د پورتګال او یو بل د سویلي افریقا اوسېدونکی و.
د اندونیزیا قانون او بشري حقونو وزیر یاسونا لاولي وايي، د وژل شویو کسانو اړوند سفارتونو ته معلومات ورکړل شوي دي.
نوموړی زیاتوي پېښه کې اته کسان سخت ټپیان شوي او لسګونه نور برسېرن ټپیان شوي دي.
په ټلویزیوني رپوټونو کې زندان داسې حال کې ښکاري چې لوګي ترې پورته کېږي.
ویل کېږي اور له ځايي وخت سره سم د شپې پاو کم دوې بجې پیل شوی و او له یو ساعت هڅو وروسته یې لمبې کابو شوې.
ښاغلي یاسونا یوه خبري غونډې ته وویل:
''اور په ډېره چټکۍ سره خپور شو، ان د زندانیانو کوټو دروازو پرانیستلو فرصت نه و، تر هغو چې ساتونکي خبرېدل اور خپور شوی او له همدې کبله د سر زیان واوښت. ''
کوم زندانیان دلته ساتل کېدل؟

د عکس سرچینه، EPA
نوموړی وايي، داسې ګومان کېږي، چې اور د برېښنايي شارټي له کبله لګېدلې، خو په ورته مهال پلټنه پیل شوې ده.
د نوموړي په خبره یاد زندان په ۱۹۷۲ کال کې ودان شوی او له هغه راهیسې یې برېښنايي نظام پر خپل حال پاتې و.
په دې بلاک معمولاً هغه کسان زنداني ساتل کېږي چې د مخدره موادو لړ کې نیول شوي او سزا ورکول شوې وي.
د یوه زنداني په هکله ویل کېږي چې د قتل قضیه کې زنداني و، یو بل د ترهګرۍ په تړاو زندانی شوی و او پاتې نور ټول د مخدره موادو په تړاو زنداني شوي وو.
د ټانګیرانګ ځايی روغتون یوه ډاکتر حلواني رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ځینې مړي داسې سوځلي وو، چې د پېژندګلوۍ لپاره یې ډي این اې معایناتو کار اخیستل شوی دی.


















