هند کې شپږ ماشومانې د دودیزو مراسمو پر مهال لغړې ګرځول شوې

Girl child

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پولیس وایي د پېښې په اړه یې شکایت نه دی ترلاسه کړی، خو بیا یې هم پلټنې پیل کړې دي
د خپرېدو وخت

د هند په مدهیا پردېش ایالت کې شپږ ماشومانې نجونې په یوه کلي‌کې د دودیز مراسمو پر مهال لغړې ګرځول شوې دي.

ویل کېږي چې په دې سیمه کې له ډېرې مودې راهیسې وچکالي وه او ځایي خلکو د باران لپاره د دعا په توګه دا مراسم نیولي وو.

پر خواله رسنیو هغه ویډیوګانې لاس په لاس شوې چې پکې دا شپږ نجونوې ښکاري چې د کلي منځ کې لغړې تېرېږي او پر اوږو یې لرګي ور اېښودل شوي دي.

دې ویډیوګانې کې ښکاري چې د نجونو دا ډله، چې د ځینو عمر شاوخوا پنځه کاله ښکاري، کتار کې روانې دي او شاته یې د یو شمېر ښځې سندره وایي او ورسره قدم وهي.

دا ماشومانې د مراسمو پر مهال د کلي کور په کور ګرځي، غله دانه راټولي او وروسته یې د کلي مندر ته وړي.

ځایي خلک په دې باور دي چې دا مراسم به د دوی خدایان خوشحاله کړي او باران به وشي.‌

د هند د ماشومانو د حقونو ملي کمېسیون له ځایي حکومت غوښتنه کړې چې د دې پېښې رپوټ چمتو کړي.

د مدهیا پردېش ایالت پولیس ویلي، د دې پېښې پر ضد یې کوم رسمي شکایت نه دی ترلاسه کړی، خو دوی بیا هم پلټنې پیل کړې دي.

د پولیسو یوه چارواکي‌ رسنیو ته ویلي، که ثابته شوه چې دا نجونې په زوره بربنډې ګرځول شوې دي نو د ښکېلو کسانو پر ضد به اقدام کوي.

خو یوه ځایي چارواکي ویلي، د نجونو مور او پلار خبر وو او اجازه یې ورکړې وه چې لوڼې یې دې مراسمو کې لغړې وګرځول شي.‌

دغه چارواکی وایي، دوی یوازې همدومره کولی شي‌ چې کلیوالو ته عامه پوهاوی ورکړي او ورته ووایي چې په دې ډول مراسمو د دوی دعا نه پوره کېږي.

په هند کې کرکېله تر ډېر پر موسمي بارانو کېږي او ګڼو سیمو کې د وچکالۍ پر مهال بېلابېل دودیز یا مذهبي‌ مراسم ترسره کېږي.