د اسرائیل لومړي وزیر د ایران خلاف د اقداماتو غوښتنه وکړه

د خپرېدو وخت

د اسرائیلو لومړي وزیر نفتالي بېنېټ د عمان اوبو ته نږدې پر مېرسر سټریټ بېړۍ د برید په تړاو د "جي اووه" هېوادونو دریځ ستایلی او د ایران خلاف یې د اقداماتو غوښتنه کړې.

ښاغلي بېنټ پر مېرسر سټریټ د برید په تړاو د امریکا د پوځ د څېړنو له پایلو هم رضایت ښودلی.

د امریکا پوځ ویلي و د برید ځای ته نږدې یې د ایران د یوې بې پیلوټه الوتکې ټوټې موندلي دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر وویل: "نن ازمېښت د ګام اخیستلو دی، نه د اعلامیو صادرولو."

د نړۍ د اوو سترو اقتصادي هېوادونو "جي اووه" بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې پر ورځ یوه اعلامیه کې ایران تورن کړ پر مېرسر سټریټ سوداګریزه بېړۍ برید کې لاس لري.

دا بېړۍ د یوه اسرائیلي میلیاردر اړونده ده. په برید کې د بېړۍ د عملې یو بریتانوی او یو رومانوی غړی وژل شوي وو.

د جې اووه اعلامیه کې ایران تورن شوی چې په دا راز کړنو سره یې نړیوال امنیت له خطر سره مخامخ کړی دی.

منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ "سېنټکام" د جمعې پر ورځ د دې پېښې په اړه د خپلو څېړنو پایله خپره کړې وه.

د سېنټکام راپور کې راغلي چې دا برید ایران کړی.

د اسرائیل لومړی وزیر داسې مهال د ایران خلاف د اقداماتو غوښتنه کوي چې ایران دغه برید کې د دوی د لاس ثابتولو لپاره وړاندې شوي لاسوندونه "جعلي" بللي.

نفتالي بېنېټ د ایران ترڅنګ د لبنان د حزب الله ډلې لخوا پر دوی وروستیو راکټي بریدونو ته هم اشاره کړې ده.

هغه د لبنان له حکومت وغوښتل چې له خپلې خاورې پر اسرائیلو د راکټي بریدونو مخه ونیسي.

ښاغلي بېنېټ وویل دوی ته دا مهمه نه ده چې دا بریدونه لبنانیان که فلسطینیان کوي، بلکې د لبنان پوځ او حکومت یې د مخنیوي مسئول ګڼي.

هغه زیاته کړه: "اسرائیل به پر خپله خاوره راکټي برید ونه زغمي."

د اسرائیلو لومړي وزیر وویل ایران او حزب الله غواړي چې دوی د لبنان په سیاسي او اقتصادي کړکېچ کې ورښکیل کړي.

هغه د حزب الله د کړنو او چلند پر وړاندې د لبنانیانو غبرګون هم ستایلی دی.

د لبنان حزب الله ډلې چې ایران یې ملاتړ کوي، د جمعې پر ورځ پر اسرائیلو ۲۰ توغندي وتوغول.

راپورتونه وايي له دغو شلو - لس توغندي د سرائیلو د دفاعي سیستم په وسیله شنډ شوي، شپږ د اسرائیلو غېر استوګنیزو سیمو کې لګېدلي او پاتې ۴ لبنان کې پرېوتي دي.

د حزب الله مشر سید حسن نصرالله تېره ورځ ګواښ وکړ چې پر اسرائیلو به بریدونه ډېر شي.

هغه وویل تر دې دمه یې د اسرائیلي بریدونو ځواب یوازې پرانیستو او غېر استوګنیزو سیمو کې ورکړی، خو تر دې وروسته دا تګلاره بدلېدای شي.