سېنټکام: له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتلو چاره ۹۵ سلنه بشپړه شوې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله د امریکايي پوځ مرکزي قومندانۍ یا سېنټکام تازه بیان کې ویلي، په ټول کې له افغانستان د ځواکونو د اېستلو چاره څه باندې ۹۵ سلنه بشپړه او ټاکل شوې د راتلونکې اګست میاشتې تر ۳۱مې بشپړه شي.

مرکزي قومندانۍ افغانستان ته د لویو درستیزانو کمیټې د مشر جنرال فرانک مېکنزي د وروستي سفر یادولو سره وايي، په دې سفر کې له افغان دولت سره د امریکا د دوامداره پوځي مرستې په اړه وروستي معلومات شریک شول.

په دې سفر کې د طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره له افغان ځواکونو هوايي ملاتړ یوه مهمه موضوع وه.

د مرکزي قومندانۍ په بیان کې د ښاغلي مېکنزي له قوله ویل شوي، پر طالبانو د امریکا هوايي ځواک بریدونه په تېرو څو ورځو کې زیات شوي.

هغه ویلي، که طالبان بریدونو ته دوام ورکړي امریکا چمتو ده چې د لوړې کچې هوايي ملاتړ ته دوام ورکړي.

مرکزي قومندانۍ د جنرال مېکنزي له قوله وايي، د سفر پرمهال یې افغان حکومت ته ډاډ ورکړی چې د طالبانو د بریدونو دفع کولو لپاره به له افغان ځواکونو هوايي ملاتړ ته دوام ورکړي.

د هغه په خبره، دا ملاتړ به له کابل او له افغانستان بهر د امریکا له پوځي اډو کېږي.

دې امریکايي جنرال د ستراتیژیکې ملګرتیا په کچه له افغان ځواکونو سره د مالي، استخباراتي، سلا مشورې او لوژستیک په برخو کې د مرستو د دوام ډاډ ورکړی.

له افغان ځواکونو د ناټو ملاتړ

په دا مهال د ناټو سرمنشي ین ستولتنبرګ د افغانستان سیاسي وضعیت ننګونکی بولي او د خبرو له لارې د افغان کشالې پر پای ته رسېدو ټینګار کوي.

نوموړی یوه ټوېټ کې وايي، پرون یې له افغان ولسمشر سره ټلیفوني اړیکه درلوده او د دغه هېواد د کشالې د حل لپاره یې د خبرو پر دوام ټینګار وکړ.

د هغه په خبره، ناټو مالي ملاتړ او بهر کې روزنې سره د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ور کوي.

دا ډاډ او هوايي بریدونه داسې مهال کیږي چې لسګونه ولسوالۍ د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې دي.

د امریکا له خوا د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ ته په غبرګون کې طالبانو ویلي دا د دوحې تړون خلاف عمل دی او پایلې به ولري.

خو طالبانو ته هم ګوته نیول کیږي چې د دوحې تړون له مخې یې د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره اړیکي نه دي پرې کړي، تاوتریخوالی یې نه دی کم کړی او له افغان دولت سره یې د سولې جدي خبرې نه دي کړې. خو طالبان وايي دې تړون ته ژمن دي.