امانوېل مکرون هم د جاسوسي سافټوېر پګاسوس هدف و

د عکس سرچینه، EPA
ځینې رپوټونه وايي،چې د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون هم د هغو نړیوالو مشرانو په کتار کې دی، چې د جاسوسي پروګرام کارولو کې یې موبایل په نښه شوی دی.
د پګاسوس په نامه دا پروګرام ګرځنده ټیلیفونونه په نښه کوي.
دا سافټوېر چې اې اې او ګروپ شرکت جوړ کړی او دفتر یې په اسرائیلو کې دی، تر ۵۰ زرو ډېرې د ټیلیفون شمېرې په نښه کړې دي. دا لیست د لویو رسنیو لاس ته هم لوېدلی دی.
اېن اېس او شرکت وايي هېڅ کومه سرغړونه یې نه ده کړې، بلکې په وینا یې دا پروګرام "د مجرمانو او ترهګرو پرضد د متخصصینو د کارولو یوه وسیله ده".
یاد شرکت وايي، دا پروګرام یوازې هغه پوځ، د قانون پلي کوونکو بنسټونو او استخباراتي کړیو ته ورکړل شوی چې د بشر حقونو برخه کې ښه مخینه لري.
د فرانسې لومونډ ورځپانې یو رپوټ خپور کړ چې پکې ویل شوي د ښاغلي مکرون ټیلیفون د لوېدیځ د احتمالي ګټو د څارل کېدو ښکار شوی.
ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویلي، لوېدیځو استخباراتو د ښاغلي مکرون هغه ګرځند ټیلیفون پېژندلی چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې یې کاروي.
خو لوېدیځ د اسرائیلي پګاسوس شرکت په ګټه د فعالیت ادعا رد کړې ده.

وايي په لیست کې هېڅ داسې څوک نشته چې پرضد یې دې دا پروګرام کارېدلی وي او یا دې احتمالي هدف ګرځېدلی وي.
لا تر اوسه ښکاره نه ده چې ایا دا پروګرام اوس هم د فرانسې د ولسمشر په موبایل کې شته او که نه.
رپوټونه وايي، په افشا شوي لیست کې د عراق د ولسمشر برهم صالح، د سوېلي افریقا د ولسمشر سیریل رامافورزا، د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان، د مصر او مراکش د ولسمشرانو ټیلیفونونه هم شامل دي.
په دې لیست کې د ۳۴ هېوادونو تر ۶۰۰ د ډېرو حکومتي چارواکو او سیاستوالو نومونه راغلي.

د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر وايي، که دا افشاګري ثابته شي، نو دا به ډېر خطرناک کار وي.
ډېری وخت بهرني چارواکي د جاسوسۍ اصلي هدف ګرځېدلي - په دې معنا چې د دوی د اړیکو په افشا کېدو د دوی نیتونه او پټ رازونه کشف شوي.
په ۲۰۱۳ کال، د امریکا د ملي امنیت ادارې وویل چې د نړۍ د لسګونه مشرانو ټیلیفوني اړیکې یې اورېدلې دي، چې د جرمني صدر اعظمه انګېلا میرکل هم پکې وه. دا کار تر ډېره د لوی دیپلوماتیک اختلاف لامل شو.




















