د پاکستاني ښوونکي نړیوال رېکارډ؛ د کورنۍ ۹ غړي یې ټول 'د اګست پر لومړۍ نېټه' زېږېدلي

د خپرېدو وخت

د پاکستان سند ایالت یوه ښوونکي امیر علي نوم له دې کبله د ریکارډونو په نړیوال کتاب 'ګینیز بک اف ورلډ ریکارډز ' کې شامل شوی، چې د کورنۍ نهه کسان یې په یوه نېټه یانې د اګست میاشتې پر لومړۍ ورځ زېږېدلي دي.

له دې مخکې دا ریکارډ ۱۹۶۶ کال کې د امریکا کیمنز کورنۍ په نامه ثبت شوی و، چې پنځه ماشومان یې د بېلا بېلو کلونو د فبرورۍ میاشتې پر پنځمه نېټه زېږېدلي وو.

د سند لاړکانې سیمې اوسېدونکی امیرعلي وايي، دې د ۱۹۶۸ کال د اګست پر لومړۍ زېږېدلی، مېرمن یې د ۱۹۷۳ کال د اګست پر لومړۍ نېټه زېږېدلې، لومړنۍ لور یې سندهو د ۱۹۹۱ کال د اګست پر لومړۍ وزېږېده، وروسته یې غبرګونې لوڼې سسي او سپنا د ۱۹۹۸ کال د اګست پر لومړۍ نېټه وزېږېدې.

درې کاله وروسته یې زوی عامر ۲۰۰۱ کال د اکست پر لومړۍ وزېږېد، ورپسې یې بل زوی امبر د ۲۰۰۲ کال د اګست پر لومړۍ نېټه وزېږېد او بیا یې غبرګوني زامن عمار او احمر د ۲۰۰۳ کال د اګست پر لومړۍ نېټه وزېږېدل.

امیرعلي منګي پر علم نجوم باور لري، برج یې اسد یا زمری دی او په وینا یې لومړی بختور عدد دی، ځکه یې دنده هم د اګست پر لومړۍ نېټه پیل کړې او واده یې هم د اګست پر لومړۍ نېټه کړی دی.

ښاغلی منګي پر طالع هم باور لري او شاعري هم کوي. نوموړي د ټولنیزو علومو، نړیوالو اړیکو او اقتصاد په ګډون یو شمېر مضامینو کې د ماسټرۍ تر کچې زدکړې کړې دي.

ښاغلی منګي وايي، د اګست پر لومړۍ نېټه ټوله کورنۍ شریکه کلیزه لمانځي. امیرعلي منګي وايي، ټول ماشومان یې په کور کې زېږېدلي او وروسته یې د ښاروالۍ په ځايي اداره کې د ماشومانو نومونه ثبت کړي.

نوموړی زیاتوي د یوه دوست په مشوره یې ګنیز ورلډ بک اف ریکارډز ته د نوم ثبتولو لپاره غوښتنلیک ولېږه، هغوی په ۲۰۲۰ کال کې ترې اسناد وغوښتل او په ۲۰۲۱ کال کې یې رسمي سند راولېږه.