د عراق د یوه روغتون کورونا څانګه کې اور تر ۶۰ ډېر کسان ووژل

د ویډیو تشریح، اوروژونکي د عراق ناصریه ښار روغتون کې د اور پر مهارولو بوخت دي
د خپرېدو وخت

د عراق د ناصریه ښار د یوه روغتون د کوویډ-۱۹ ناروغانو څانګه کې اور تر ۶۰ ډېر کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

چارواکي وايي، اور په الحسین روغتون کې لګېدلی او اوس کنټرول شوی دی.

لا هم د پښې په تړاو پلټنې روانې دي، خو لومړني رپوټونه وايي، د اکسیجن ډبې چاودلو سره اور ولګېد.

خبریالان وايي، ژغورونکي له دې ودانۍ د سوځېدلو مړیو د اېستلو او د بچ شویو کسانو د موندلو هڅې کوي.

روغتیايي چارواکی حیدر زمیلي له فرانس خبري اژانس سره خبرو کې وايي، دا څانګه تر شپېتو کسان ځایولی شي او ښايي لا هم څو کسان ورک دي.

تر اور وروسته له روغتون بهر مظاهره وشوه او خلکو په خواله رسنیو کې د روغتیايي چارواکو د استعفا غوښتنه کړې ده.

د عراق د پارلمان مشر محمد الحلبوسي ټوېټ کې ویلي: "اور د عراقي ولس خوندیتوب کې د بې وسۍ روښان ثبوت دی او اوس د دې وخت دی چې دې ناورین زېږې بې وسۍ ته پای ټکی کېږدو."

د بغداد یوه روغتون کې هم د اکسېجن ډبې چاودلو سره تر اتیا کسان ووژل شول.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بغداد یوه روغتون کې هم د اکسېجن ډبې چاودلو سره تر اتیا کسان ووژل شول.

تېر اپرېل بغداد کې هم د اکسېجن ډبې چاودلو سره تر اتیا کسان ووژل شول. له هغې پېښې وروسته د روغتیا وزیر حسن التمیمي استعفا وکړه.

د عراق روغتیايي سیستم چې د کلونو جګړې، بې پروايي او فساد له امله کړېږي کورونا وبا له سخت فشار سره مخ کړی.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې عراق کې ۱.۴ میلیون وګړي کورونا شوي او تر ۱۷ زرو ډېر له دې وبا مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، عراق چې تر ۴۰ میلیون ډېر وګړي لري یوازې تر یو میلیون لږ ډېرو وګړو ته یې د کورونا واکسین اول ډوز ور کړی دی.