تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عراق د یوه روغتون کورونا څانګه کې اور تر ۶۰ ډېر کسان ووژل
د عراق د ناصریه ښار د یوه روغتون د کوویډ-۱۹ ناروغانو څانګه کې اور تر ۶۰ ډېر کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.
چارواکي وايي، اور په الحسین روغتون کې لګېدلی او اوس کنټرول شوی دی.
لا هم د پښې په تړاو پلټنې روانې دي، خو لومړني رپوټونه وايي، د اکسیجن ډبې چاودلو سره اور ولګېد.
خبریالان وايي، ژغورونکي له دې ودانۍ د سوځېدلو مړیو د اېستلو او د بچ شویو کسانو د موندلو هڅې کوي.
روغتیايي چارواکی حیدر زمیلي له فرانس خبري اژانس سره خبرو کې وايي، دا څانګه تر شپېتو کسان ځایولی شي او ښايي لا هم څو کسان ورک دي.
تر اور وروسته له روغتون بهر مظاهره وشوه او خلکو په خواله رسنیو کې د روغتیايي چارواکو د استعفا غوښتنه کړې ده.
د عراق د پارلمان مشر محمد الحلبوسي ټوېټ کې ویلي: "اور د عراقي ولس خوندیتوب کې د بې وسۍ روښان ثبوت دی او اوس د دې وخت دی چې دې ناورین زېږې بې وسۍ ته پای ټکی کېږدو."
تېر اپرېل بغداد کې هم د اکسېجن ډبې چاودلو سره تر اتیا کسان ووژل شول. له هغې پېښې وروسته د روغتیا وزیر حسن التمیمي استعفا وکړه.
د عراق روغتیايي سیستم چې د کلونو جګړې، بې پروايي او فساد له امله کړېږي کورونا وبا له سخت فشار سره مخ کړی.
د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې عراق کې ۱.۴ میلیون وګړي کورونا شوي او تر ۱۷ زرو ډېر له دې وبا مړه شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، عراق چې تر ۴۰ میلیون ډېر وګړي لري یوازې تر یو میلیون لږ ډېرو وګړو ته یې د کورونا واکسین اول ډوز ور کړی دی.