کورونا وېروس؛ روسیه کې یوه ورځ کې د مړینو تر ټولو لوړ شمېر ثبت شو

د خپرېدو وخت

له هغه مهال راهیسې چې د کورونا وبا خپره شوې روسیه کې په یوه ورځ کې تر دې مهاله د تر ټولو ډېرو کسانو مړینه ثبت شوې ده.

د رسمي شمېرو له مخې په یوه شپه او ورځ کې په روسیه کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله ۶۵۲ کسان مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په روسیه کې د کورونا وېروس ډېلټا بڼه خپره شوې او له امله یې اندېښنې ډېرې شوې دي.

دغه راز په روسیه کې په یوه شپه او ورځ کې د کورونا ۲۰ زره نوې پېښې ثبت شوې دي.

پلازمېنه مسکو او سنپیټرسبرګ ډېرې ځپل شوې او دولتي تلویزیون رپوټ ورکړی چې په روسیه کې حالات د کورونا وېروس له امله په چټکۍ بدلېږي.

په روسیه کې د واکسین شویو خلکو شمېر هم لږ دی. د دولتي شمېرو له مخې یوازې ۱۵ سلنه خلکو تر دې مهال لږ ترلږه د واکسین لومړی ډوز کړی دی.

د روسیې پلازمېنه مسکو کې د کورونا وېروس د خپرېدو له امله نوي محدویتونه لګول شوي چې له مخې یې هغه کسان چې دا ثابته نه کړای شي چې واکسین شوي دي نه شي کولای چې رستورانتونو او ساقي خانو ته ننوځي.

د رستورانتونو بهر په ازاده فضا کې ایښي میزونو باندې دغه محدویتونه نه عملي کېږي.

په مسکو کې د کورونا وېروس له امله د مړینو او نویو مثبتو پېښو له ډېرېدو سره په محدویتونو کې له کوره پر کارکولو محدودیت هم سخت کړای شوی دی.

ایټالیا

په ایټالیا کې له دوشنبې (جون ۲۸مه) راهیسې له کوره بهر په عامه ځایونو کې د ماسک تړل اجباري نه دي.

په دې اړه پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې تېر کال د کورونا وبا له پېل راهیسې په لومړي ځل د ایټالیا دولتي سیستم په ډاګه کړه چې د هېواد ټولې برخې چې په رنګونو په نښه شوې وې، سپینې شوې دي، په دې معنا چې د کورونا وېروس خطر پکې ټیټ دی.

د ایټالیا روغتیا وزیر ربرټو سپرینزا بیا هم له خلکو غوښتنه کړې چې احتیاط وکړي.

په ایټالیا کې د کورونا وبا له پیل راهیسې تراوسه څه باندې ۱۲۷ زره کسان د کورونا وېروس له امله مړه شوي دي.

استرالیا

استرالیايي مشرانو د کورونا وېروس د مخنیوي په موخه وروسته له هغه بیړنۍ غونډه وکړه چې د دې وېروس د ډیلټا بڼې چې ډېره ساري ده، ۱۲۸ مثبتې پېښې یوازې په سیډني کې ثبت شوې.

دغه راز د استرالیا په نورو ښارونو او سیمو کې هم د کورونا ډیلټا بڼې پېښې ثبت شوې دي.

چارواکي وايي په هېواد کې ''وضعیت جدي '' دی او د کورونا له امله محدودیتونو او پولو تړلو مرسته کړې چې د نویو پېښو شمېر ټیټ وساتل شي.

خو دا په تېرو څو میاشتو کې لومړی ځل دی چې د استرالیا په بېلا بېلو ښارونو او سیمو کې هممهاله د کورونا نوې مثبتې پېښې پېدا شوې دي.

چارواکي وايي کورونا وبا یوه نوي پړاو ته په داسې حال کې ننوځي چې تر ټولو ډېره ساري ډیلټا بڼه یې خپره شوې ده.

په سیډني کې وضعیت اندېښمنوونکی دی او پنځه میلیونه وګړي باید په کور کې پاتي شي.

په سوت ویلز کې ایالتي حکومت یکشنبه د محدودیتونو ساحه پراخه کړه څو په دې توګه سیډني هم ونغاړي. هلته ډېر کاروباري ځایونه تړل شوي.

په ۲۴ ساعتونو کې د ۵۹ زرو کسانو ازموینه شوې چې اتلس نوې مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې ۳۰ مثبتې پېښې رپوټ شوې وې.