کورونا وېروس اروپا کې؛ ۲۴ ګړیو کې تر ۱۰۰ زرو ډېرې نوې پېښې ثبت شوې

د خپرېدو وخت

په اروپا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس تر ۱۰۰ زرو ډېرې نوې پېښې ثبت شوې دي، چې دا د کورونا وېروس له پیل راهیسې په اروپا کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ تر ټولو لوړه ورځنۍ ثبت شوې شمېره ده.

په ځینو اروپايي هېوادونو کې بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي.

ځینو هېوادونو وېره ښودلې چې ښايي د کورونا نوې څپه کې لا ډېر خلک په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شي.

اسپانیا د ۱۵ ورځو لپاره بېړنی حالت اعلان کړی.

اسپانیا وايي، غواړي پلازمېنه مادرید کې د کورونا وېروس کچه راټيټه کړي.

د اسپانیا یوې محکمې له یوې اونۍ راهیسې تر یوه حده د ښار د بندون پرېکړه کړې وه.

د بېړني وضعیت د قانون له مخې، په پام کې ده چې د مادرید سربېره نوروڅنګلورو ښارونو کې هم بندیز ولګول شي.

فرانسه کې هم کورونا وېروس وضعیت ترینګلی کړی چې په تېرو ۲۴ ګړیو کې ۲۰ زره نوې پېښې ثبت شوې دي.

فرانسوي چارواکو په لیون، لیل، ګرونوبل او وسان اتیان ښارونو کې بندیزونه لګولي.

پاریس او مارسیلیا ښارونه هم خطرناک بلل شوي.

په پام کې ده چې په برتانیا کې لومړی وزیر بوریس جانسن هم په راتلونکې دوشنبه د نویو بندیزونو په اړه جزییات ورکړي.

د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل ویلي، که د کورونا وبا د خپرېد کچه راټیټه نه شي، تر راتلونکو لسو ورځو پورې به لا نور بندیزونه ولګول شي.

په جرمني کې د دویمې ورځې لپاره پرله پسې هره ورځ ۴۰۰۰ نوې پېښې ثبت شوې دي.

په هالنډ، چیک، اوکرایین او پولنډ کې هم په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر په ډېرېدو دی.