د بریتانیا روغتیا وزیر د کورونا مخنیوي له محدودیتونو د سر غړونې له کبله استعفا وکړه

د خپرېدو وخت

د هغو تصویرونو له خپرېدو یوه ورځ وروسته چې د بریتانیا عامې روغتیا وزیر مټ هنکاک پکې د خپلې یوې همکارې ښکولولو په حال کې ښکاري، نوموړي د کورونا مخنیوي له محدودیتونو د سرغړاوي په دلیل له وزارته استعفا کړې.

ګڼ شمېر کسانو له هغه وروسته د ښاغلي هنکاک د استعفا غوښتنه کوله چې په مشهوره بریتانوۍ ورځپاڼه کې د ښاغلي هنکاک داسې تصویرونه خپاره شول چې نوموړی د ده یوې همکارې جینا کولادانجلو په غېږ کې لیدل کېږي او دواړه یو بل ښکولوي.

سن ورځپاڼې له دې تصویرونو سره لیکلي چې د مې پر شپږمه نېټه د بریتانیا د عامې روغتیا وزارت په ودانۍ کې اخیستل شوي دي.

د یادونې ده، چې ښاغلی هنکاک هم مېرمن لري او اغلې کولادانجلو هم واده شوې او مېړه لري.

ښاغلي هنکاک د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن ته په خپل استعفالیک کې کښلي، له لارښوونو د سرغړونې له کبله بښنه غواړي.

د بخښنې غوښتل

ښاغلي هنکاک پر ټویټر یوه خپاره شوي ویډیويي پیغام کې وویل:

''ټولو هغو سترو قربانیو ته مې پام دی، چې دې هېواد کې ټولو ورکړې، موږ چې مقررات چمتو کوو، باید خپله یې عملي کړو او له همدې کبله زه استعفا ورکوم. ''

نوموړي په خپل استعفا لیک کې له لومړي وزیر بوریس جانسن بخښنه غوښتې.

په ځواب کې لومړی وزیر بوریس جانسن وايي: " ښاغلی هنکاک نه یوازې د کورونا وبا پر مهال بلکې د هغه له څه کبله چې ان د کورونا وبا له خپرېدو مخکې تاسو ترلاسه کړي، په ویاړ خپله دنده پرېږدئ. "

ښاغلی جانسن وايي، ولس ته د خدمتونو وړاندې کولو لړ کې د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو له کبله د ښاغلي هنکاک منندوی دی.

د بریتانیا اپوزیسیون لیبر ګوند مشر سر کيير سټارمیر په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ''ماټ هنکوک ښه کړي چې استعفا یې وکړه، خو باید بوریس جانسن له دندې ګوښه کړی وای. ''

اغلې کولادانجلو چې په اکسفورډ پوهنتون کې د محصلینو په یوې راډیو کې د همکارۍ له مهاله د ښاغلي هنکاک ملګرې ده، تېر کال سپتمبر کې د روغتیا وزارت کې پر یوه غیر اجرايي دندې ګومارل شوې او اوس د هغې ګومارنې پروسې په هکله هم پوښتنې راپورته شوې دي.