تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا: د کورونا له کبله ۲۴ ساعتونو کې د مړينې تر ټولو لوړ شمېر، د روغتیا وزیر ځان قرنطین کړ
په داسې مهال چې د امریکا پلازمېنه واشنګټن کې د ولسمشرۍ لوړې مراسمو ته تیاری روان دی، په دغه هېواد کې د کورونا وېروس د قربانیانو شمېر تر څلور لکو پورته شو.
امریکا کې تر نورو هېوادونو د کورونا وېروس پېښې او د مړو شمېر خورا ډېر دی؛ په داسې ډول چې نړۍ کې له دې وېروس په هرو پنځو مړو کې یو امریکايی دی.
امریکا کې د کورونا پېښو وروستی شمېر په داسې مهال دی چې د چارشنبې په ورځ نوی ولسمشر جو بایډن د سپینې ماڼۍ واکمنېږي.
ښاغلي بایډن ژمنه کړې چې د ولسمشرۍ لومړنیو سلو ورځو کې به سل میلیونه امریکایان واکسین کړي.
بریتانیا کې د کورونا د مړینې لوی شمېر
بریتانیا کې روغتیايي چارواکي وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې داسې ۱۶۱۰ کسان مړه شوي چې تېرو ۲۸ ورځو کې پر کوویډ - ۱۹ ناروغۍ اخته شوي وو. دا په بریتانیا کې ۲۴ ساعتونو کې د کورونا له کبله د مړو شویو کسانو تر ټولو لوړ شمېر دی.
له دې سره په دغه هېواد کې د کوویډ - ۱۹ له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر له ۹۰ زره تنه لوړ شوی دی. له دې مخکې تر ټولو ډېر کسان د تېرې چارشنبې پر ورځ مړه شوي وو، چې شمېر یې ۱۵۶۴ کسانو ته رسېدلی و.
بل لور ته نن په یوه رپوټ کې ویل شوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هغو کسانو شمېر چې د کوویډ - ۱۹ معاینات یې مثبت ختلي، ۳۳ زره ۳۵۵ کسانو ته رسېږي.
د دې تر څنګ په دغه هېواد کې د کورونا مخنیوي واکسین ورکولو لړۍ هم روانه ده او هغو کسانو ته لومړیتوب ورکول کېږي، چې یا یې عمر تر اویا کلونو پورته دی او یا کومه بله زمینه يي ناروغي لري.
وروستۍ شمېرې ښيي چې څلور میلیونه، ۲۶۶ زره او ۵۷۷ داسې کسانو ته واکسین ورکړل شوي، چې په نوبت کې لومړیتوب ورکړل شوی دی.
بریتاینا کې فایزر - بایوانټک او اکسفورډ - سترانیزیکا نومي واکسینونه ورکول کېږي.
د بریتانیا د احصایې ملي ادارې شمېرې ښيي چې په تېر دسمبر میاشت کې د دغه هېواد له هرو لسو کسانو د یوه کورونا معاینه مثبته وه، چې د تېر اکتوبر پرتله دا شمېر دوه برابره ډېر دی. بل لور ته په سکاټلنډ کې د راتلونکې فبرورۍ تر میاشتې پورې د ښاربندیز موده غځول شوې ده.
د روغتیا وزیر ځان قرنطین کړ
د بریتانیا د عامې روغتیا وزیر مټ هنګوک وايي، د اړیکي په اړه د خبرداري اپلکشن له ځوابه وروسته یې ځان قرنطین کړی دی.
د دې خبرداری مانا دا ده چې ښاغلی هنکوک له داسې کس سره په تماس کې و، چې د کورونا معاینې پایله یې مثبته ده.
ښاغلی هنکوک وايي، تر راتلونکې یکشنبې پورې به له کوره خپلې چارې ترسره کوي.
نوموړی ټینګار کوي چې د ټولنیز واټن ساتلو لپاره له کوره دنده تر سره کول د قرنطین مهم اصول دي او د ټولنې هر غړی د وېروس په کنټرول کې رول لري. نوموړی په پسرلي کې په کورونا اخته شوی و، خو علامات یې خفیف وو.