د جورج فلویډ په قتل کې تورن پخوانی افسر په ۲۲ نیم کاله بند محکوم شو

د عکس سرچینه، Reuters
په امریکا کې یوې محکمې تېر کال په میناپولیس ښار کې د جورج فلویډ په قتل کې د لاس لرلو په تور د پولیسو یو پخوانی افسر دریک شووین د ۲۲ نیمو کلونو بند په سزا محکوم کړی دی.
وړاندې دریک شووین د جورج فلویډ د قتل په جرم مجرم پېژندل شوی و. د میناسوټا ایالت لوی څارنوال وايي دا د امریکا په قضايي تاریخ کې د پولیسو د یو پخواني افسر لپاره تر ټولو اوږد بند دی.
دریک شووین د تېر کال په مې میاشت کې او وروسته له هغې چې همکارانو یې جورج فلویډ د ۲۰ ډالرو د یو جعلي بانک نوټ څخه د ګټې اخیستنې په تور ونیو، په غاړه یې ـ یا ورمېږ یې ورته زنګون ایښی و او دغه افریقايي الاصله کس زارۍ کولی چې زندۍ دی او سا نه شي اخیستی.
جورج فلویډ پر ځمکه په دغه وضعیت کې پرېښودل، بې هوښه و او وروسته یې سا ورکړه.
د دریک شووین ۴۵ کلن وکیل تېره میاشت او د محکمې په ترڅ کې ویلي وو چې موکل یې په ښه نیت سره د تېروتنې مرتکب شوی خو محکمې د پولیسو دغه پخوانی افسر د دويمې درجې قتل په تور او همداراز د دریمې درجې قتل او د مجرم په قتل کې یې د امریت په تور مجرم وپېژاند.
د ۲۷۰ میاشتو بند پر لګولو سربېره، محکمې دریک شووین د "داړونکي مجرم" په نامه د څارنوالۍ دایمي لیست ته داخل کړ او په همدې علت یې هغه د عمر تر پایه د وسلې له مالکیت او لېږد بې برخې کړ.
د محکمې رایې ته غبرگونونه څه وو؟

د عکس سرچینه، Reuters
د جورج فلویډ د کورنۍ غړو د محکمې د حکم هرکلی کړی او ویلي یې دي "د پولیسو تاوتریخوالي ته بلاخره پاملرنه شوې ده."
د جورج فلویډ د کورنۍ وکیل بن کرامپ د جون په ۲۵ مه د جمعې په مازدیګر او د حکم له صادرېدو څو دقیقې وروسته په ټویټر ولیکل: "دغه تاریخي حکم د فلویډ کورنۍ او زموږ ملت ته پټۍ ده او موږ د قانون پر وړاندې د مجرمانو ځواب وینې ته یو ګام نږدې کوي."
د جورج فلویډ خور بریجیت فلویډ هم دغه حکم ته په غبرګون کې وویل هغه "د دې نښانه چې بلاخره د پولیسو تاوتریخوالی جدی نیول شوی" ګڼي خو د هغې له نظره له تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره "تر اوسه هم اوږده لاره پاتې ده."
د محکمې د حکم متن شاوخوا ۲۲ پاڼې دی چې تر اوسه یې بشپړ متن علني او رسنیز شوی نه دی.




















