د "نړۍ د تر ټولو سترې کورنۍ" مشر مړ شو

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړۍ د "تر ټولو سترې کورنۍ مشر" د ۷۶ کلونو په عمر د هند په شمال ختيځ ايالت ميزورام کې مړ شوی. زيونا چانا د هغې مذهبي ډلې غړی و چې له يوه څخه د ډېرو ودونو دود پکې عام دی. نوموړي ۳۸ مېرمنې، ۸۹ اولادونه او ۳۶ لمسيان لرل.
د نوموړي د مړينې خبر د ميزورام ايالت اعلی وزير زورامتهنګا پر خپل ټوېټر پاڼه خپور کړی او د ده له کورنۍ سره یې غمشريکي څرګنده کړې ده.
د راپورونو له مخې چانا د شکرې او د وينې لوړ فشار ناروغۍ لرلې. ډاکترانو د پي ټي ای خبري اژانس ته ويلي چې په خپل کلي کې يې روغتيايي حالت خراب شو او کله چې روغتون ته راوړل شو ساه يې ورکړې وه.
دا ويل ګران دي چې په رښتيا هم چانا د نړۍ د ترټولو سترې کورنۍ مشر دی که نه، ځکه داسې نور خلک هم شته چې دې ته ورته ادعاوې کوي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د چانا د کورنۍ د غړو کره شمېر اټکلول هم ګران دي. لږ تر لږه يو راپور ادعا کوي چې نوموړي ۳۹ مېرمنې، ۹۴ ماشومان او ۳۳ لسميان لرل چې د ټولو شمېر ۱۸۱ تنو ته رسېږي.
ويل کېږي نوموړی په مشهور تلويزيوني پروګرام "رپليز بليو اېټ ور ناټ" کې هم ښکاره شوی دی.
که چانا نړيوال ريکارډ لري يا نه خو نوموړی او کورنۍ يي په ځايي کچه ډېر مينه وال لري او د نړۍ سيلانيان هم د هند شمال ختيځ کې خپلو کليو ته ورجذبوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا لويه کورنۍ په څلور پوړيزه کور کې چې ۱۰۰ خونې لري او د "نوي نسل کور" په نامه يادېږي ژوند کوي.
د رويټرز خبري اژانس په وينا چانا په ۱۹۴۵ کال کې زېږېدلی او لومړنۍ مېرمن يې چې له ده درې کاله مشره وه په ۱۷ کلنۍ کې يې ورسره واده کړی و.
د چانا کورنۍ د يوې عیسوۍ فرقې چانا پاول غړي دي، چې نژدې دوه زره پيروان لري.



















