تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د فرانسې ولسمشر په څپېړه وهل؛ بریدګر په څلور میاشتې بند محکوم شو
د فرانسې یوې محکمې هغه کس په څلور میاشتې بند محکوم کړ چې د دغه هېواد ولسمشر ایمانوېل مکرون یې پر څپېړه وهلی و.
ډیماین ټارل محکمې ته وویل، د ناڅاپي احساساتو له امله یې ولسمشر په څپېړه وواهه، خو قاضي وویل، یو تاوجن عمل یې کړی دی.
محکمه وايي، ټارل د ښي لاسو سیاستوالو سره اړیکه لري او زېړواسکټي غورځنګ ته هم نږدې پاتې شوی دی.
فرانسوی ولسمشر ایمانوېل مکرون د خپل هېواد سوېل ختیځه سیمه کې پر رسمي سفر و چې په څپېړه ووهل شو.
نوموړی له ښوونځي تر وتلو وروسته د پنجرې شاته ولاړو خلکو ته ورغی او هغه ځای کې په څپېړه ووهل شو.
کله چې ټارل ولسمشر مخ ته په څپېړه وواهه نو ویې ویل، مړ دې وي مکرونېزم.
پېښه پسې سملاسی امنیتی ځواکونه مکرون ته ورسېدل او ولسمشر هم له هغه ځای ستون شو.
ولسمشر مکرون هغه وخت وویل، دا برید باید بې اهمیته ونه بلل شي او مناسب ځواب ور کړل شي.
دا پېښه فرانسه کې ډېرو سیاستوالو وغندله او هغه هم په داسې مهال چې ولسمشرۍ ټاکنو ته له کال کم وخت پاتې دی.
څارنوالانو د یوه چارواکي د سپکاوي له امله دغه کس ته د ۱۸ میاشتې بند غوښتنه وکړه.
دغو درې قاضیانو وویل، ټارل ته باید د ۱۴ میاشتې ځنډېدلي بند سره ۱۸ میاشتې بند سزا ور کړل شي.
هغه به سملاسي خپل څلورمیاشتنی بند پیل کړي، خو که بله سرغړونه یې وکړه، نو پاتې بند به هم تېروي.
دویم شکمن چې د پېښې ویډیو یې کړې پولیسو یې کور کې بې قانونه وسله موندلې او له قانوني تعقیب سره مخ دی.
هغه هم له ډیمیین ټارل سره یوه مېنه کې اوسېږي.
ټارل محکمه کې څه وویل؟
د فرانس خبري اژانس رپوټ وايي، تورن د والنس محکمه کې هم په هغه شین کمېس کې ښکاره شو چې د پېښې په ورځ یې اغوستی و.
کله چې وپوښتل شو ولې یې ولسمشر په څپېړه وواهه، نو ځواب یې و، کله چې ګاډي کې له ملګرو سره منتظر و، نو د یو مهم څه پر کولو یې فکر کاوه.
هغه پر دې غور کړی و چې ولسمشر په هګیو یا ملايي وولي، خو ټینګار یې وکړ چې په څپېړه وهلو یې فکر نه و کړی.
هغه زیاته کړه:"کله چې ما یوه رایه ورکوونکي ته متوجه و د هغه دوستانه او درواغجن کتلو له کینې ډک کړم."
هغه زیاته کړه د ولسمشر د سیاست غندلو سره یې احساس وکړ چې د زېړواسکټي غورځنګ غړی و چې د ایمانوېل مکرون د ولسمشرۍ لومړیو کلونو کې یې د نوموړي پرضد مظاهرې کولې.
هغه وویل، "ناغوښتی عمل یې وکړ."
مکرون څه وایي؟
د فرانسې ولسمشر دا خبره نه مني چې د څپېړې وهلو مانا دا ده چې منځوي شوی دی او زیاتوي خورا تاوتریخجن خلک باید د عامه بحث له منځه وړلو چانس ونه لري.
هغه د اروپا فوټبال اتلولیو ته د فرانسوي ټیم تر تللو مخکې د پنجشنبې په ورځ خبري غونډه کې وویل:
"ما د زېړواسکټو د کړکېچ پر مهال خپله ولسمشرۍ کې د خپل هېواد د خورا ډېر تاوتریخوالي او کړکېچ شېبې ولیدې، خو نن ټولنه به بل ځای کې ده."
هغه زیاته کړه، پرېکړه یې کړې وه چې خپله کوم قانوني عمل ونه کړي، بلکې هرڅه قضايي سیستم ته وسپاري.