ټلویزیوني بحث کې د دوو پاکستاني سیاستوالو تر منځ ولې خبره تر 'څپېړې' ورسېده؟

د عکس سرچینه، Twitter/APP
- Author, تابندہ کوکب
- دنده, بي بي سي - اردو
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د يوه پاکستاني شخصي ټلویزیون ګردي مېز خپرونه کې خبره په دغه هېواد کې د برېښنا کمښت له موضوع پیل شوه او د ریل ګاډي خونړۍ پېښې ته ورسېده چې د دوشنبې پر ورځ سند ایالت کې رامنځته شوه او تر ۵۵ ډېر کسان پکې ووژل شول.
د بحث یوې ګډونوالې فردوس عاشق اعوان چې د واکمن تحریک انصاف ګوند غړې ده، د سند ایالت پر اعلی وزیر نیوکه وکړه، چې ولې د ریل ګاډي ټکر پېښې ځای ته نه و تللی؟
په ځواب کې یې د پاکستان پیپلز ګوند یوه ځايي مشر قادر خان مندوخېل وویل، چې د ریل ګاډو چارو فدرالي وزیر هم د پېښې ځای لیدنه نه ده کړې او له دې وروسته دواړو د یوه او بل حکومتونه 'په فساد ککړ ' وبلل.
د یادونې ده چې د فردوس عاشق اعوان اړوند ګوند پاکستان تحریک انصاف په مرکز او د قادر خان مندوخېل اړوند ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ په سند ایالت کې واکمن دی.
د دواړو سیاسي مشرانو تر منځ لفظي شخړه هغه وخت سخته شوه، چې قادر خان مندوخېل پر فردوس عاشق اعوان تور پورې کړ، چې ګواکې شخصاً یې په فساد کې لاس درلود او پېغور یې ورکړ چې 'د همدې فساد له کبله د وزارت له دندې ګوښه شوې وه. '
په یوه ویډیويي کلیپ کې چې پر خواله رسنیو لاس په لاس کېږي، دواړه سیاسي مشران داسې حال کې لیدل کېږي، چې له خپلو څوکیو پاڅي، لفظي شخړه زور اخلي او په یوه ځای کې د 'بیپ ' غږ راځي، چې د نامناسبې خبرې سانسور کولو نښه ښکاري.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
وروسته پر خواله رسنۍ دې پېښې ته غبرګون کې اغلې اعوان وايي:
''د ټلویزیوني بحث بهیر کې د پاکستان پیپلز ګوند قادر مندوخېل ګواښونه وکړل، ما او زما خدای بښلي پلار ته یې کنځل وکړل. له ځانه د دفاع لپاره اړه شوم وروستی اقدام وکړم. د قانون پوهانو له ډلې سره به له سلا مشورې وروسته د قادر مندوخېل پر ضد قانوني اقدام وشي. ''
نوموړې پر ټویټر پاڼه لیکلي:
''د جاوېد چودري صاحب په کوربتوب خپرونه کې له قادر مندوخېل سره د بحث د تصویر یوازې یو اړخ څرګند شوی، د قادر مندوخېل له سپکاوي ډکه لهجه او کنځل له ویډیو پرې کړل شوي او یوه لوریز پروپاګند کېږي. ''
د قادرخان مندوخېل غبرګون
بل لور ته له بي بي سي سره خبرو کې د پاکستان پیپلز ګوند ځايي مشر قادر مندوخېل وايي، ده ته ویل شوي و، چې فردوس عاشق اعوان څوک خبرې ته نه پرېږدي، خو ده لومړی ځل له هغې سره په ټلویزیوني بحث کې ګډون کړی و.
د نوموړي په وینا داسې هېڅ سپکه خبره یې نه ده کړې، چې له کبله یې فردوس عاشق اعوان غوسه شوې وي:
''هغې نیم ساعت خبرې وکړې، زه غلی ناست وم، کله چې ما خبرې پیل کړې، هغې مې له خولې خبره اخیسته او راته ویل یې چې ته به څه ووایې؟ ته خو له سره تر پښو په فساد کې ډوب یې، ما ځواب ورکړ چې فساد کې خو ته اخته یې، ستاسې حکومت د فساد له کبله له دندې ګوښه کړې او له همدې کبله هغې سپکې، سپورې پیل کړې. ''
قادر مندوخېل زیاتوي:
''ما کنځل وزغمل، هغې مې ګرېوان ته لاس واچاوه او په څپېړه یې زما د وهلو هڅه وکړه. له هغه وروسته یې راباندې د چایو پیالې ګوزار کولو کوښښ وکړ، د ځان ژغورلو هڅه مې وکړه، له شا یې راپسې منډه کړه، دروازه مې په ځان پسې وتړله او ځان مې ترې وژغوره. ''

د عکس سرچینه، Twitter
ښاغلی مندوخېل زیاتوي:
''زما روزنه داسې نه ده شوې، چې پر ښځې ګوزار وکړم، تصور مې هم نه شو کولای چې هغه به داسې څه کوي. ''
د ځان پر ضد د قانوني عریضې په هکله نوموړی وايي:
''هرکله! زه خپل د سترې محکمې وکیل یم، د رسنیو قانون برخه کې دکتورا لرم، پاکستان کې مې د بشري حقونو لومړنۍ جایزه ګټلې، بې داغه ماضي لرم، که هغه له قانونه مرسته غواړي، نه یوازې دا چې ماتې به وویني، بلکې هغه وخت به یې کړاو ډېر شي چې زه یې هم په ځواب کې له قانونه مرسته وغواړم. ''
دې موضوع د خواله رسنیو پاکستاني کاروونکو تر منځ هم بحثونه تاوده کړي دي. یوه لور ته د دواړو سیاستوالو د لاس او ګرېوان کېدو ویډیويي کلیپونه لاس پر لاس کېږي او نیوکې پرې کېږي، بل لور ته یې د تایید څرګندونې هم پرېمانه شوې.
د فردوس عاشق اعوان مخالفان نوموړې تورنوي چې د ښځتوب ناروا ګټه یې اخیستې، بل لور ته ځینې کاروونکي وايي، هغو کسانو ته باید 'غاښ ماتونکی ' ځواب ورکړل شي چې ښځو ته سپکاوی کوي او په خبرو کې ورسره نامناسبه لهجه کاروي.


















