د ایران اټومي پروګرام په هکله د سپوږمکۍ انځورونه څه وايي؟

د عکس سرچینه، MAXAR / GOOGLE
د ایران د پلازمېنې تهران شمال ختیځ ته د جاجرود د سنجریان کلي سپوږمکۍ انځورنه په رسنیو کې خبرساز شول.
دا انځورونه د امریکا فاکس نیوز شبکې په داسې مهال خپاره کړل چې د ایران اټومي پروګرام په تېره د ممکنه پوځي اړخونو په هکله یې جنجال زیات شوی دی.
دغه رپوټ کې د سپوږمکۍ انځورونو سندولو سره ادعا شوې چې وروستیو میاشتو کې په سنجریان کلي کې داسې چارې لیدل شوې چې ښايي د ایران اټومي پروګرام پوځي برخې سره تړلې وي.
انځورونه څه ښيي؟
فاکس نیوز کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې دې سیمه کې د تېر کال له مني تر ژمي خاورې اېستل شوې او ښايي ودانۍ جوړې شوې وي.
اټکل کېږي چې د خاورو اېستلو ځای کې د ښکاره شواهدو له مخې تر ځمکې لاندې ودانۍ جوړې شوې دي.
که څه هم د سپوږمکۍ انځورونه په وضاحت د ځمکې پر مخ بدلون ښيي، خو بي بي سي پخپله دغه ځای کې د ځمکنیو ودانیو جوړېدل نه تاییدوي.
د فاکس نیوز سرچینې

د عکس سرچینه، MAXAR / GOOGLE
فاکس نیوز خپل رپوټ امریکا کې د پوهنو او نړیوال امنیت په نوم موسسې له څېړنیز رپوټ برابر کړی او د دې موسسې رپوټ هم د اسراییل له خوا د خپرو شویو سندونو له مخې جوړ شوی دی.
اسراییل وايي، موساد د ۱۳۹۶ کال جدي میاشت کې د ایران اټومي پروګرام پټو سندونو ساتلو ځای ته ځان ورساوه او د ایران اټومي پروګرام د "پوځي اړخونو" ډیجیټل سندونه او په زرګونه مخه نور سندونه یې ترلاسه او له دغه هېواد و اېستل.
د دې سندونو په هکله د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خبري غونډه باندې لومړیو کې د ایران چارواکو ملنډې ووهلې، خو وروسته مالومه شوه چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس هغو سیمو ته هم تللی چې اسراییل یې د دې سندونو له مخې ځای ښودلی و.
دا ډول د دې سندونو په هکله د امریکا د هغه وخت له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د اسراییلي چارواکو تر لیدنې وروسته واشنګټن له اټومي تړون ووت او د امریکا دا پرېکړه هم د همدې سندونو له مخې بلل کېږي.
هغه سندونه چې اسراییل وايي، له ایران یې راوړي د هغه ټولیز رپوټ سرچینه هم ده چې د پوهنو او نړیوال امنیت موسسې برابر کړی دی.
دغه رپوټ کې د شلو مرکزونو نوملړ دی چې د دې سندونو له مخې د اماد پلان سره تړلي دي.
ویل کېږي سنجریان کلي کې یوه وداني هم د دې مرکزونو له ډلې ده.
خو رپوټ دا هم وايي، چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس او د لوېدیځ استخباراتي ادارې تر دې مخکې هم له دې مرکز خبرې وې.
د اسراییل د سندونو له مخې دغه مرکز کې د زورورو باروتو یا چودېدونکو موادو په هکله څېړنې او د اټومي وسلو د جوړولو اړوند ازموینې کېږي.
بي بي سي پخپله دا ادعا نه شي تاییدولی او ایران هم دا ادعا ردوي.
اماد پلان او له محسن فخریزاده سره یې تړاو؟

د عکس سرچینه، MAXAR / GOOGLE
لکه چې وویل شول په سنجریان کلي کې وداني د دې خبر موضوع ده او د اسراییل سندونه دا وداني د اماد پروګرام برخه بولي.
د اماد پروژې یا پلان خبره پر ۱۳۸۹ کال او د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس رپوټ کې په رسمي ډول راپورته شوه.
دغه رپوټ کې ویل شوي و، اژانس ته رسېدلي اطلاعات وايي، ایران پر ۱۳۶۰ کلونو او د ۱۳۷۰ لسیزې لومړیو کې داسې پټ اټومي فعالیت پیل کړ چې ښايي پوځي اړخ یې هم درلود.
د ۱۳۷۰ لسیزې پای کې یې د محسن فخري زاده په څار د اماد پلان په نوم دوام ور کړ. د اماد پلان ډېرې چارې تر ۱۳۸۱ او ۱۳۸۲ روانې وې.
د ښاغلي فخریزاده په څار د مطالعې موضوع پر دریو اړخونو ولاړه وه؛ د شنې مالګې، ډېرو ځواکمنو باروتو او د شهاب ۳ توغندي لپاره د داسې کوپړۍ یا سروکي د ډیزانولو په هکله څېړنې، چې د داسې سروکي لېږدولو وړتیا ولري چې د ځمکې له اتومسفیر ووځي او بېرت ورته را وګرځي.
د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د ۲۰۱۱ کال د نومبر پر ۸ خپل رپوټ کې داسې اټکل وکړ چې دا ټولې څېړنې د ایران پوځي پروګرام سره تړلې دي.
دغه رپوټ کې راغلي و، استخباراتي مالومات وايي، ایران د ۲۰۰۳ کال پای کې اماد پلان ځنډولی دی.
محسن فخریزاد د ۱۳۹۹ کال جدي میاشت کې تهران ته نږدې ترور شو او ایران یې پړه پر اسراییل واچوله.

د عکس سرچینه، MAXAR / GOOGLE
اسراییل تل وايي، ایران اټومي وسلې جوړوي، خو تهران دا ادعا ردوي، مګر اسراییل هغه سندونه چې وايي، پر ۱۳۹۶ کال یې تر لاسه کړي د ایران د اماد پلان د پټ دوام په هکله شواهد بولي.
د ایران اټومي پروګرام اوس بې ساري پړاو ته رسېدلی او تر ۶۰ سلنه سوچه والي پورې یې د یورانیمو بډایولو اعلان کړی دی، داسې سوچه والی چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په خبره، د اټومي وسلو جوړېدو لپاره له اړین سوچه والي سره واټن نه لري.
په دا مهال ایران کې واکمن سیاسي چاپېریال له نړیوالې ټولنې سره نوي تړون ته د رسېدو لرلید هم پیکه کړی دی، ځکه رسنۍ او په تېره د ایران او امریکا د اټومي تړون مخالفان د دغه هېواد د اټومي پروګرام اړوند شکمنو ځایونو کې هر ګام په ذره بین څاري.






















