پر پاکستاني پوځ نیوکې؛ مشهور خبریال حامد میر له خپلې خپرونې لېرې کړل شو

د خپرېدو وخت

مشهور پاکستانی ژورنالیست او له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د دغه هېواد پر جیو نیوز خصوصي تلویزیون د خپرونو چلوونکی حامد مير سر له نن (دوشنبې د مې ۳۱مې) نور د "کپیټل ټاک" په نوم د خپلې سیاسي خپرونې کوربتوب نه کوي.

د یادونې ده چې ښاغلي میر د تېرې جمعې پر ورځ د یوه بل ژورنالیست اسد علي طور کور ته د دریو ناپېژانده کسانو د ورتګ او له هغه سره د زور زیاتي پر خلاف لاریون ته د وینا پر مهال د پاکستان پر پوځ او استخباراتو توندې نیوکې کړې وې.

هغه ویلي وو چې نور باید له کوم ژورنالیست سره داسې تاوتریخوالی ونشي که نه دی اړ کېږي چې د 'کور خبرې بهر راوباسي.'

پر اسد طور برید او د حامد میر دغو توندو نیوکو پاکستان کې د بیان د ازادۍ او د دغه هېواد د استخباراتو لخوا پر ژورنالیستانو د فشارونو په اړه تاوده بحثونه راپورته کړي وو.

حامد میر له بي بي سي اردو سره خبرو کې ویلي تلویزیون کې د مشرانو لخوا ورته ویل شوي چې دی به د دوشنبې ورځې خپرونه نه چلوي.

نوموړی زیاته کړې: "مسئولانو راته وویل چې د پرېس کلب مخې ته خپله وینا رد او یا یې وضاحت ورکړم. ما ورته وویل چې که هغوی پر اسد طور برید کوونکي نیسي، نو زه وضاحت څه چې د بښنې غوښتلو ته هم چمتو یم."

د جیو نیوز تلویزیون مسئولانو هم منلې چې ښاغلی میر سر له دوشنبې د خپلې خپرونې کوربتوب نه کوي او ګواکې نوموړی په رخصتۍ استول شوی دی.

خو دوی ویلي چې هغه اوس هم د رسنیو د 'جنګ ګروپ' غړی دی.

حامد میر ظاهرآ د خپرونې له کوربتوب د لرې کېدو په اړه پر خپل ټویټر یو پوست هم کړی چې پکې لیکلي یې دي: "ما ته نوې خبره نه ده. مخکې هم دوه ځله راباندې بندیز لګېدلی. دوه ځله مې دنده له لاسه ورکړې ده. د ترور له هڅو ژوندی وتلی یم."

نوموړي زیاته کړې چې: "دا ځل هر ډول پایلو او تر هر حده تګ ته چمتو یم، ځکه دوی مې کورنۍ ګواښي."

ښاغلي میر بي بي سي سره خبرو کې ویلي وو چې دا ځل له تېر سره په توپیر د نوموړي مېرمن او لور ته ګواښونه شوي او ورور یې هم د 'اېف ای اې' په یوه پخوانۍ قضیه کې غوښتل شوی دی.

د پاکستان حکومت او پوځي ادارو تر اوسه د حامد میر د دې ادعا پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی چې د حامد میر د کورنۍ غړو ته د چا لخوا ګواښ شوی.

خو د پاکستان د پوځي استخباراتو شبکې 'ای ایس ای' مخکې ویلي وو چې اسلام اباد کې د خبریال اسد علي طور په وهلو ډبولو کې لاس نه لري او په دې تړاو له پلټونکو ادارو سره بشپړه همکاري کوي.

ښاغلی طور تېره اوونۍ د اسلام اباد په ایف ایلېون سیمه کې په خپل کور کې دریو ناپېژانده کسانو وهلی و چې د خبریالانو او بشري حقونو سازمانو یې تور د دغه هیواد پر استخباراتو پورې کاوه.

تازه پر جیو نیوز تلویزیون د خپلې خپرونې له کوربتوب څخه د حامد میر د لرې کېدو له اعلان سره د خواله رسنیو ګڼو کارمنو، په ځانګړې توګه د رسنیو د برخې کارکوونکو په دې تړاو تبصرې پیل کړې دي.

د عاصمه شیرازي په نوم یوې ژورنالیستي پر خپل ټویټر لیکلي چې د حامد میر لېرې کېدو سره به پر حکومت او ځواکمن اسټبلشمنټ نیوکې لا ډېرې شي. د منیزي جهانګیر په نوم بل ژورنالیست لیکلي: 'دا د هغه چا پر مخ څپېړه ده چې پآکستان کې د رسنیو د ازادۍ ادعا کوي.'

خو بلخوا یو شمېر کسانو بیا د حکومت، پوځ او استخباراتو په اړه د حامد میر پر وروستیو څرګندونو نیوکې کړې دي.