د سوریې ټاکنې؛ بشار اسد بریالی شو، خو مخالفان یې "خندوونکې" بولي

د بشار اسد ملاتړي د نوموړي بری لمانځي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د بشار اسد ملاتړي د نوموړي بری لمانځي
د خپرېدو وخت

د سوریې ولسمشر بشار اسد د څلورم ځل لپاره د دغه هېواد ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان شو.

د سوریې د پارلمان مشر حمود صباغ خبري غونډې ته وویل، ښاغلي اسد ۹۵.۱ سلنه رایې ګټلې دي.

نوموړي دې ټاکنو کې ګډون ۷۸.۱ سلنه وباله.

د رسمي شمېرو له مخې د ټاکنو دوو نورو نوماندانو عبدالله سلوم عبدالله او محمود احمد ماري په ترتیب ۱.۵ او ۳.۳ سلنه رایې ګټلې دي.

د بشار اسد د حکومت مخالفان دا ټاکنې "خندوونکی" نمایش بولي او امریکا او اروپایي هېوادونو هم ویلي چې "ازادې او نیاومنې یا منصفانه" نه وې.

ښاغلي اسد د چارشنبې په ورځ د رایې کارولو پر مهال وویل، د لوېدیځ نظر "هیڅ" ارزښت نه لري.

سوریه له نږدې یوې لسیزې راهیسې کورنۍ جګړه کې ښکېله ده.

دا جګړه د هغو معترضانو له خونړي ځپلو څو میاشتې وروسته پیل شوه چې د ۲۰۱۱ کال د مارچ لومړیو کې د بشارد اسد پرضد سړکونو ته وتلو سره یې د ولسواکي غوښتنه وکړه.

دې جګړه کې نږدې درې لکه ۸۸ زره کسان وژل شوي او د سوریې نیمايي وګړي بې ځایه شوي چې ان شپږ میلیونه هم بهر ته کډوال شوي دي.

د ټاکنو سیمې

د ټاکنو ضد ادلب ولایت کې مظاهرې

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د ټاکنو ضد ادلب ولایت کې مظاهرې

د سوریې ټاکنې د بشار اسد حکومت کنټرول سیمو او د سوریې ځینې سفارتونو کې وشوې.

د دې ټاکنو پرضد د وسلوالو کنټرول لاندې ادلب ولایت کې پراخې مظاهرې وشوې او جلا وطنه مخالفانو هم دا ټاکنې ساختګي وبللې.

د سوریې د خبرو کمېسون ویاند یحیی الاریدي وايي، د دې ټاکنو موخه د سوریې د خلکو "سپکول" و.

د نوموړي په خبره: "دا د حکومت پرېکړه ده چې د روسیې او ایران په مرسته سیاسي بهیر له منځه یوسي. د استبداد او سیتم دوام دی. "

د فرانسې، جرمني، ایټالیا، بریتانیا او امریکا بهرنیو چارو وزارتونو له رایې مخکې ګډ بیان کې دا ټاکنې "ناروا" وبللې او ویې ویل د ملګرو ملتونو تر څار پرته نه ازادې او نه عادلانه دي:

"موږ د سوریې د مخالفانو او مدني ټولنې د ادارو په ګډون د سوریې خلکو د دې غږ ملاتړ کوو چې د ټاکنو بهیر ناروا بولي. "

بشار اسد

بشار اسد وايي، د لوېدیځ نظر هیڅ ارزښت نه لري.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، بشار اسد وايي، د لوېدیځ نظر هیڅ ارزښت نه لري.

۵۵ کلن بشار اسد له دوه زرم کال راهیسې د سوریې ولسمشر او د خپل پلار حافظ اسد ځایناستی دی چې د پېړۍ له څلورمې برخې ډېر وخت واکمن و.

سوریه کې تر دې وړاندې پر ۲۰۱۴ کال د سختې جګړې او د مخالفانو له شلون یا بایکاټ سره ټاکنې وشوې.

له هغه راهیسې جګړه یو مخ د بشار اسد د حکومت په ګټه روانه ده.

د سوریې پوځ د روسیې هوایي بریدونو او د ایران ملاتړو وسلوالو په مرسته د دغه هېواد د سترو ښارونو واک خپل کړ.

خو بیا هم د سوریې لویه برخه د مخالفانو په واک کې ده؛ چې جهادي ډلې او د کوردانو په لارښوونه وسلوال پکې راځي او د سیاسي حل لپاره یې لرلید هم پیکه ښکاري.