تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سوریې ټاکنې؛ بشار اسد بریالی شو، خو مخالفان یې "خندوونکې" بولي
د سوریې ولسمشر بشار اسد د څلورم ځل لپاره د دغه هېواد ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان شو.
د سوریې د پارلمان مشر حمود صباغ خبري غونډې ته وویل، ښاغلي اسد ۹۵.۱ سلنه رایې ګټلې دي.
نوموړي دې ټاکنو کې ګډون ۷۸.۱ سلنه وباله.
د رسمي شمېرو له مخې د ټاکنو دوو نورو نوماندانو عبدالله سلوم عبدالله او محمود احمد ماري په ترتیب ۱.۵ او ۳.۳ سلنه رایې ګټلې دي.
د بشار اسد د حکومت مخالفان دا ټاکنې "خندوونکی" نمایش بولي او امریکا او اروپایي هېوادونو هم ویلي چې "ازادې او نیاومنې یا منصفانه" نه وې.
ښاغلي اسد د چارشنبې په ورځ د رایې کارولو پر مهال وویل، د لوېدیځ نظر "هیڅ" ارزښت نه لري.
سوریه له نږدې یوې لسیزې راهیسې کورنۍ جګړه کې ښکېله ده.
دا جګړه د هغو معترضانو له خونړي ځپلو څو میاشتې وروسته پیل شوه چې د ۲۰۱۱ کال د مارچ لومړیو کې د بشارد اسد پرضد سړکونو ته وتلو سره یې د ولسواکي غوښتنه وکړه.
دې جګړه کې نږدې درې لکه ۸۸ زره کسان وژل شوي او د سوریې نیمايي وګړي بې ځایه شوي چې ان شپږ میلیونه هم بهر ته کډوال شوي دي.
د ټاکنو سیمې
د سوریې ټاکنې د بشار اسد حکومت کنټرول سیمو او د سوریې ځینې سفارتونو کې وشوې.
د دې ټاکنو پرضد د وسلوالو کنټرول لاندې ادلب ولایت کې پراخې مظاهرې وشوې او جلا وطنه مخالفانو هم دا ټاکنې ساختګي وبللې.
د سوریې د خبرو کمېسون ویاند یحیی الاریدي وايي، د دې ټاکنو موخه د سوریې د خلکو "سپکول" و.
د نوموړي په خبره: "دا د حکومت پرېکړه ده چې د روسیې او ایران په مرسته سیاسي بهیر له منځه یوسي. د استبداد او سیتم دوام دی. "
د فرانسې، جرمني، ایټالیا، بریتانیا او امریکا بهرنیو چارو وزارتونو له رایې مخکې ګډ بیان کې دا ټاکنې "ناروا" وبللې او ویې ویل د ملګرو ملتونو تر څار پرته نه ازادې او نه عادلانه دي:
"موږ د سوریې د مخالفانو او مدني ټولنې د ادارو په ګډون د سوریې خلکو د دې غږ ملاتړ کوو چې د ټاکنو بهیر ناروا بولي. "
بشار اسد
۵۵ کلن بشار اسد له دوه زرم کال راهیسې د سوریې ولسمشر او د خپل پلار حافظ اسد ځایناستی دی چې د پېړۍ له څلورمې برخې ډېر وخت واکمن و.
سوریه کې تر دې وړاندې پر ۲۰۱۴ کال د سختې جګړې او د مخالفانو له شلون یا بایکاټ سره ټاکنې وشوې.
له هغه راهیسې جګړه یو مخ د بشار اسد د حکومت په ګټه روانه ده.
د سوریې پوځ د روسیې هوایي بریدونو او د ایران ملاتړو وسلوالو په مرسته د دغه هېواد د سترو ښارونو واک خپل کړ.
خو بیا هم د سوریې لویه برخه د مخالفانو په واک کې ده؛ چې جهادي ډلې او د کوردانو په لارښوونه وسلوال پکې راځي او د سیاسي حل لپاره یې لرلید هم پیکه ښکاري.