ویرجن کس ته څنګه ډاډ ورکولی شو؟

چطور به فرد سوگوار کمک کنیم

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

نړۍ کې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د مړو کسانو شمېر په درېو میلیونو اوښتی دی.

له شک پرته د مړینې دې هرې دردوونکې پېښې ګڼ خواشیني او غمجن کسان تر شا هم پرېیښي دي.

پوښتنه دا ده چې څنګه داسې یوه کس ته ډاډېنه ورکولی شو چې د کورنۍ ‍ د غړي او یا بل عزیز د ویر په ټغر ناست وي؟

روانپوهه جولیا ساموېل وايي: "د یوه کس مړینه له اتو تر لسو کسانو باندې ژور اغېز پرېباسي."

د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د تدفین او دعا مراسمو کې د خلکو په پراخ ګډون لګېدلي محدودیتونه او همدا راز د کورنیو ترمنځ د طبیعي اړیکو پاللو کې رامنځ ته شوي خنډونه د دې لامل شوي چې ویرجن کسان او کورنۍ دې په اسانه ډاډینه او غمشریکي ترلاسه نه کړي.

له وېرجنو او غمجنو کسانو سره د مرستې او ډاډینې لپاره لاندېګامونه اخیستلی شو.

له ویرجنو کسانو سره مل اوسئ

امبر پادکسټ د مور له مړینې وروسته د غمجنو ډله جوړه کړه.

د عکس سرچینه، AMBER JEFFREY

د عکس تشریح، امبر د مور له مړینې وروسته د غمجنو ډله جوړه کړه.

امبر جعفري وايي: "ملګری مو ټول عمر ملاتړ ته اړتیا لري."

هغې د خپلې مور 'سو' تر مړینې وروسته د ویر پوډکاسټ او د انسټاګرام یوه پاڼه پرانیسته.

نوموړې وايي دا کار یې هغو کسانو سره د مرستې لپاره وکړ چې له ورته پېښې سره مخامخ شوي وو.

دا ۲۳ کلنه نجلۍ وايي که څه مرسته مو له لاسه کېږي، څرګنده یې کړئ. دا مه وایئ که څه په کار و نو غږ کوه" - د دې پر ځای عملي ګام واخله."

"زه له [ویرجن کس نه] دا نه پوښتم چې څه ته اړتیا لرې، ډوډۍ پخوم او ور وړم یې او جامې ورته مینځم".

هغه زیاتوي ویرجن ته هر کار لویه مرسته ده.

د ډېرو خبرو پر ځای بل ته غوږ شئ

د رزي مور روانه میاشت له کورونا مړه شوه.

د عکس سرچینه، ROSIE RAWSON

د عکس تشریح، د رزي مور روانه میاشت له کورونا مړه شوه.

جولیا وايي: " د ملګري په توګه تر ټولو ښه کار چې یې کولی شئ، دا دی چې (د ویرجن خبرې) واورئ." که هغه په تلیفون وي یا د خواله رسنیو د کوم بل پلټ فارم له لارې.

"تر خبرو پنځه برابره غوږ کېږدئ. موږ فکر کوو چې ګوندې د ملګري په توګه مو خبرې د شرایطو ښه کېدو سره مرسته کوي، خو کله ناکله رانه خبرې بې ځایه کېږي."

جولیا وايي د چا ویر او غم ته درناوی ډېر ارامښت بښي. "یوازې د همدې ویل چې د نیکه، پلار یا مور د مړینې تسلیت درته وایم، تل د یوه کس یاد پاتې کېږي."

ورته خبرو او ډاډینو 'لابي اکینوا' ته ډېره تسلي ورکړې ده. د هغه پلار 'فمي' روان کال په کوویډ-۱۹ ناروغۍ مړ شوی دی.

نوموړی وايي: " د Griefcast" او "'I'm Terrible Thanks for Asking" پاډکاسټونو اورېدو ته مې مخه کړه. د نورو د کېسو اورېدو راسره ډېره مرسته وکړه. دا چې څنګه له دې ناخوالو ووتل او غم د هر څه د پای په معنا نه دی."

غم او ویر د فلمونو په څېر نه وي

لابي وايي، پلار یې ملاتړ وکړ.

د عکس سرچینه، LOBBY AKINNOLA

د عکس تشریح، لابي وايي، پلار یې ښه ملاتړ وکړ.

رزي راوسن وايي: "د هالیووډ (فلمي نړۍ) غمجنه برخه داسې وي، چې ملګري مو ژاړي او له لاس او پښو یې سا ختلې وي. سمه ده ځینې کسان ښايي له داسې حالت سره مخامخ شي."

د ۲۸ کلنې رزي مور 'ټریش' په کوویډ-۱۹ مړه شوه. رزي وايي غم ثابت نه وي. یوه نیمه ورځ به مو حالت ښه وي او ښايي خوشال اوسئ او وخاندئ. خو بله ورځ ښايي بیا وغواړئ په ځان پسې د خونې دروازه وتړئ او یوازې واوسئ.

تر ټولو ښه لار دا ده چې د ویرجن کس د خبرو او چلن له څرنګوالي سره ځان عیار کړئ او پرېږدئ چې هر څه غواړي ووايي او هر څه غواړي وکړي.

جولیا وايي ویرجن کس ښايي کله شدید جنسي تمایلات پیدا کړي، یا وغواړي وناڅي او ټوکې وکړي: "پرېږدئ هر څه چې یې زړه وي، ویې کړي. وخاندي او ټوکې وکړي."

لابي وايي: "د پلار له مرګ چې خبر شوم، ونړېدم. ډېر یې خواشنی کړم. هېڅ مې نشول کولی، سهار به نه شوم پورته کېدای او له هر څه مې لاس ختلی و."

"دا نشو ویلی هر څوک چې د غم په ټغر ناست وي، ګټ مټ دې همغه احساس ولري، چې تاسې یې لرئ. زما بله مشوره دا ده چې د مړ شوي کس په اړه وغږېږئ. یوازې پر مړینه یې نه، بلکې د تېر ژوند په اړه یې."

ځانګړې نیټې مو په یاد ساتئ

راشل وايي، د مور له مړینې وروسته یې د غم شبکه جوړه کړه.

د عکس سرچینه، RACHEL WILSON

د عکس تشریح، راشل وايي، د مور له مړینې وروسته یې د غمجنو شبکه جوړه کړه.

راشل ویلسن چې "د ویرجنو شبکه" یې جوړه کړې وايي: "موږ د مرګ او مړینې په اړه خبرو سره بلد نه یو."

دا ۲۸ کلنه نجلۍ وايي د واده د کلیزې، مهمو مذهبي ورځو او د زېږېدو د نیټو یاد ساتل ګټور دي.

اغلې ویلسن وايي: "ویرجن ملګری مو یوازې یوه اوونۍ او میاشت ملاتړ ته اړتیا نه لري - وخت ناوخت سر ورښکاره کوئ او د مړ شوي کس یاد ورسره تازه کوئ."

"د ساري په ډول که د کوم ملګري مور یا پلار مو مړ شوی وي، - او ډېر څه یې دریاد هم نه وي، لږ تر لږه یوه یا دوه کیسې یې وکړئ. دا فکر مه کوئ چې ملګري به مو خواشیني شي. هغه له وړاندې غمجن دی او تاسې پکې ملامت نه یاست."

غمجن کس ته ووایئ "یوازې نه یې"

کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کورونا له امله تدفین کې هم ډېر کسان ګډون نه شي کولی.

د کورونا وبا پر مهال ماتم لږ څه جلا دی ځکه نشئ کولی چې د ملګري او خپلوانو کور ته ورشئ او غېږ کې یې ونیسئ.

د هانا برادي پلار 'شان' په کوویډ-۱۹ ناروغۍ مړ شو. هغه وايي د ملګرو تلیفوني اړیکو ورسره ډېره مرسته کړې ده.

"زه مشوره درکوم چې لیکلی پیغام ورواستوئ، زنګ ور ووهئ. دا ورته یاده کړئ چې که څه هم دغه غم ته یوازې دی، خو ستاسې زړه او فکر ورسره ملګري دي."

تل د ځواب تمه هم مه کوئ

شان، پدر هانا برادی بر اثر کوویدـ۱۹ فوت کرد

د عکس سرچینه، HANNAH BRADY

د عکس تشریح، شان، د هانا پلار چې د کورونا وېروس له امله ومړ

رزي وايي په تلیفون، وټس اپ او له نورو لارو د ټولو ورلېږل شویو پيغامونو او لیکونو ځوابول ورته ګران وو.

که په خپل لیکلي پیغام کې د دې یادونه هم وکړې چې "حتمي نه ده، ژر بېرته ځواب راکړې" دا ویرجن کس ته لا ډېر ارامښت بښي.

"دې پیغام دا فرصت راکړ چې په ارامه او مناسب وخت یې ځواب کړم. د ډېرو خلکو پیغامونه باید ځواب کړې. په دوی کې ښايي داسې کسان هم وي چې کلونه کلونه ورسره نه یاست غږېدلي."

بې پوښتنې یې مه پرېږدئ

غمجنو ته ګلان لېږل هم ډاډ وړ دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، غمجنو ته ګلان لېږل هم ډاډ وړ دي.

راشل وايي: "ان یوه بې ځوابه تلیفوني اړیکه هم ګټوره ده، ځکه ویرجن کس ته په دې اړه د پریکړې فرصت ورکوي چې خبرې کوي که نه. که څو ځله مو زنګ وواهه او ځواب مو ترلاسه نه کړ - ناهیلې کېږئ مه - هغه پر خپل حال پرېږدئ. ښايي اوس د خبرو جوګه نه وي، خو څو اوونۍ او یا میاشتې وروسته به خبرې وکړای شي."